کور / تازه خبرونه / هلمند: د شخصي امنيتي کمپنۍ ٣٠ پوليس وژل سوي دي

هلمند: د شخصي امنيتي کمپنۍ ٣٠ پوليس وژل سوي دي

د هلمند چارواکي وايي د دې ولايت د ګريشک ولسوالي په ميرمندو کي د وسله والو طالبانو په يوه حمله کي د يوه شخصي امنيتي شرکت ٣٠ پوليس وژل سوي، ١٩ ټپيان سوي او د هغوى سپکي او درنې وسلې د طالبانو لاسته ورغلي دي.
د هلمند د امنيت آمر کمال الدين د رويټرز آژانس ته ويلي چي دغه بريد تېره شپه د خوشحال په نوم د سړک جوړوني د يوه شرکت پر پوليسو د هغوى ترمنځ د خپل منځي توطيې له امله رامنځته سوئ دئ.
د طالبانو وياند قاري يوسف احمدي د دې حملې مسئوليت منلى او وايي د سړک جوړوني د دې شرکت ګڼ موټران يې نيولي، ماشينونو ته يې اور اچولى او د امنيتي پوليسو څخه يې شاوخوا دېرش امنيتي پوستې نيولي دي.
د هلمند چارواکي وايي د خوشحال په نوم شرکت د لښکرګاه له دوراهي څخه تر سنګين ولسوالي پورې د سړک جوړولو چاري په ټېکه اخيستي وې.