کور / تازه خبرونه / بحرين: پر اېران نظامي يرغل به عرب هيوادونه بې ثباته کړي

بحرين: پر اېران نظامي يرغل به عرب هيوادونه بې ثباته کړي

د بحرين استخباراتو خبر ورکړى چي که د اېران پر اټومي تاسيساتو نظامي حمله وسي دغه هيواد به د عرب خليج په هيوادونو کي په ورانکاريو باندي لاس پوري کړي.
د کويټ د القبس ورځپاڼي ويلي دغه معلومات له هغي تروريستي ډلي څخه د تحقيقاتو په نتيجه کي ترلاسه سوي چي په وروستيو ورځو کي په بحرين کي نيول سوې او د اېران له ملاتړ څخه برخمنه وه.
خبر زياتوي چي د بحرين له خوا د کويټ او سعودي حکومتونو ته خبر دارى ورکړل سوئ چي که پر اېران حمله وسي اېران پلوي وسله والي ډلي به په دغو هيوادونو کي په ورانکاريو لاس پوري کړي.