کور / تازه خبرونه / د کرکټ د ولایتي استازو دوه ورځینی سیمینار نن پای ته رسیږي

د کرکټ د ولایتي استازو دوه ورځینی سیمینار نن پای ته رسیږي

د افغانستان کرکټ بورډ د کرکټ د ولایتي استازو لپاره دوه ورځینی سیمینار نن مازګر پای ته رسیږي، د کرکټ بورډ د کورني کرکټ مسؤلینو دغه سمینار د کورني کرکټ د پرمختګ لپاره په لاره اچولي او د ۳۰ ولایتونو استازي پکې ګډون لري.

د افغانستان د کورني کرکټ مسؤل دولت احمدزی وایي چې هر کله پیاوړی کورنی کرکټ ولرو نو د کرکټ په ډګر کې نورې ښې لاسته راړنې لرلای شو، پیاوړی کورني کرکټ په هیواد کې تکړه لوبغاړي د ملي لوبډلې او د الف لوبډلې په اسانۍ سره پیدا کولای شي.

د کرکټ په دې دوه ورځیني سیمینار کې د کرکټ مسؤلینو ته خپل خپل مسؤلیتونه وپیژندل شول چې هر مسؤل په خپل ولایت کې د کرکټ کوم مسؤلیتونه لري.

څنګه د کرکټ د ولایت مسؤل د کرکټ لپاره په خپل ولایت کې ښه کار کولای شي او څنګه په خپل ولایت کې کرکټ ته وده او پرمختګ ورکولای شي.

د کرکټ په دې سمینار کې د ولایتي کرکټ د استازي معیارونه هم واورول شول، د بیلګې په توګه د څومهم معیارونه یې چې تعلیم د کرکټ د لوبې ورزشي ښه اخلاقو خاوند وي، په سیاسي چارو کې ښکېل نه وي، په کوم جرم تورن نه وي، د کوم ولایت لپاره چې د کرکټ بورډ سره دنده تر سره کوي باید د همغې ولایت اوسیدونکی او د ۴۰ کلنو څخه یې عمر زیات نه وي.

د کرکټ د دې دوه ورځیني سیمینار په اړه د ځینې ولایتي استازو اندونه:

د کندوز د کرکټ مسؤل وایي(( د لومړي ځل لپاره د کرکټ د پرمختګ لپاره داسې یو سیمینار وینم، د کرکټ د پرمختګ لپاره مې پکې ډېر څه زده کړل)).

د جوزجان د ولایت د کرکټ مسؤل تیمور شاه وايي(( دا لومړی ځل دی چې د نورو هیوادونو د کورني کرکټ په اړه معلومات تر لاسه کوم، اوس پوه شوم چې باید کورنی کرکټ څنګه وي)).

د ننګرهار د ولایت د کرکټ مسؤل په دې اند دی ((که داسې سمینارونه د کرکټ ولایتي استازو ته بار با جوړ شي نو د کرکټ په ډګر کې به لاسته راوړي په څو چنده زیاتې شي، او ددې سیمېنار بله ښه خوبي دا وه چې د لومړي ځل لپاره د ۳۰ ولایتونو د کرکټ استازو یو له بله سره وپیژندل او یو له بل سره اشنا شول)).

د پکتیا د ولایت د کرکټ مسؤل حضرت ولي په دې اند دی او وايي(( د دې سېمېنار سره د ولایتونو ټول استازي د کرکټ بورډ سره همغږي شول، هر کله چې په یو اداره کې همغږي رامنځ ته شي نو کار سر نیسي، اوس به له هر وخت څخه راپدیخوا په هیواد کې کرکټ زیاته وده او پرمختګ وکړي)).