کور / تازه خبرونه / هلمند : نامعلومو وسلوالو يو تن وژلى

هلمند : نامعلومو وسلوالو يو تن وژلى

په هلمند ولايت کي نامعلومو وسلوالو يو تن په ډزو وژلى . نوموړى کس تېره شپه ناوخته مهال د دوو موټر سيکل سپرو له لوري په ډزو وژل سوى د هلمند ولايت د امنيت آمر کمال الدين شېرزي ياده پيښه تائيدوي او وايي چي پېښه د کارته لګن په سيمه کي رامنځ ته سوى او وژل سوى کس د يوې مؤسيسې کارکوونکى ؤ . نوموړى وايي چي د پيښي په اړه يې تر اوسه پوري څوک نه دئ نيولى او پلټني يې پيل کړي دي .
د وژل سوي کس ورور رحيم الله وايي چي دوى د کوم چا سره کومه دښمني نه لري او ورور يې د آى . آر . ډي مؤسيسې د کرهڼي په څانګه کي کمپوټر کار ؤ .
د يادوني وړ ده چي په دې اړه تر اوسه کومي ډلي څه نه دي ويلي .