کور / تازه خبرونه / هرات : پر يوه نوماند بريد سوى

هرات : پر يوه نوماند بريد سوى

وسلوالو مخالفينو د هرات ولايت په رباط سنګي ولسوالۍ کي د پارلمان پر يوه نوماند بريد کړى چي په پايله کي يې يو تن وژل سوى درې نور ژوبل سوي او خپله نوماند د بريده روغ وتلى . سيميز امنيتي مقامات ياده پېښه تائيدوي او وايي چي پېښه تېره شپه شاوخوا شپږ بجې رامنځ ته سوې . د ساحوي زون د پوليسو د قوماندان وياند عبدالروف احمدي وايي چي نوموړى نوماند عبدالهادي جمشيدي نومېده چي تېره ورځ و يادي سيمي ته د کمپاين په موخه تللى ؤ چي د بېرته راتګ په وخت کي د بريد کوونکو تر بريد لاندي راغى . نوموړى وايي چي په دې اړه يې تر اوسه څوک نه دي ويلي خو په وينا يې چي پلټني يې پيل کړي . څه موده مخکي هم په هرات ولايت کي يو تن نوماند د نامعلومو وسلوالو له لوري و تښتول سو چي وروسته تر څو ورځو بېرته خوشي سو .
د يادوني وړ ده چي په دې اړه تر اوسه طالبانو څه نه دي ويلي .