کور / تازه خبرونه / کندز : ٣ وسلوال او يو ملکي کس ووژل سول

کندز : ٣ وسلوال او يو ملکي کس ووژل سول

د کندز ولايت په چهاردرې ولسوالۍ کي د بهرنيو ځواکونو په يو لړ عملياتو کي درې تنه وسلوال طالبان او يوه ملکي مېرمن وژل سوې ده ا و څلور تنه نور ژوندي نيولي سوي . د دې ولايت والي انجنېر محمد عمر وايي چي ياد عمليات په سيمه کي د طالبانو د يوه جګپوړي قوماندان د نيولو په موخه ترسره سوي دي . نوموړى وايي چي طالب جګپوړى قوماندان په تېښته بريالى سوى او نيول سوي کسان د قوماندان ملګري دي . نوموړى وايي چي د نيول سوو کسانو څخه پلټني رواني دي تر څو ورڅخه د نورو طالبانو په اړه معلومات تر لاسه سي .
د چهادرې ولسوال هم د يادو کسانو د وژل کېدو او نيول کېدو تر څنګ د يوې مېرمني وژل هم تائيد کړل .
بل لور ته د طالبانو وياند بيا وژل سوي ټول کسان ولسي وګري بولي او وايي چي د دوى لوري ته پکښي کوم زيان نه دئ او ښتى .