کور / راپور / راپور : اسیر امریکایي عسکر مسلمان سوئ دئ

راپور : اسیر امریکایي عسکر مسلمان سوئ دئ

د انګلستان ( ډېلي مېل ) ورځپاڼه د طالبانو د یو قوماندان له خولې راپور ورکوي چي د پکتیکا ولایت په یحي خیلو کي چي کوم امریکایي عسکر ( بوو برګدل ) ۱۴ میاشتي مخکي نیول سوئ و ، اوس مسلمان سوئ او طالبانو ته د بم جوړولو او کمین نیولو روزنه ورکوي . دغه طالب قوماندان ( حاجي ندیم ) ورته ویلي چي د برګدل اسلامي نوم عبدالله دئ . نوموړی عسکر د موبایل تلیفون څخه د ریموټ کنټرول بم د فعالولو په غرض طالبانو ته روزنه ورکوي او دا ورښیي چي مؤفقانه کمین باید څنګه ونیول سي . خو دغه قوماندان وایي چي دغه طریقې زیاتره زموږ پخوا هم زده وې .
البته د دې ادعاګانو په هکله طالبانو تر اوسه خپل رسمي غبرګون نه دئ ښودلئ .