کور / تازه خبرونه / کندهار : د ماين چاودني درې تنو پوليسو ته مرګ ژوبله واړوله

کندهار : د ماين چاودني درې تنو پوليسو ته مرګ ژوبله واړوله

تېره ورځ د کندهار ښار په درېيمه ناحيه کي د پوليسو پر يوه رېنجر موټر د ماين چاودنه وسوه چي په پايله کي يې درو تنو پوليسو ته مرګ ژوبله اوښتې . په سيمه کي يو تن امنيتي چارواکي د نوم د نه څرګندولو په شرط وويل چي چاودنه د سړک غاړي ښخ سوى ماين ؤ چي د پوليسو پر رېنجر موټر و چاودېد او يو پوليس پکښي ووژل سو او دوه نور ژوبل سول . خو د کندهار دولتي چارواکو تر اوسه په دې اړه ناخبري ښيي .
د يادوني وړ ده چي په دې اړه تر اوسه پوري کومي ډلي څه نه دي ويلي .