کور / تازه خبرونه / بغلان: ايساف يو عسكر وژل شوى او درې ټپيان شول

بغلان: ايساف يو عسكر وژل شوى او درې ټپيان شول

په كندوزكي ميشت دايساف قومندانۍ مطبوعاتي مسوول ډګرمن ويسيل رسنيوته وويل چيي نن سهار دبغلان په چشم شير سيمه كي د وسلوالوطالبانوسره په نښته كي يوسرتيرى وژل شوى اودرې نور ټپيان شول.
ويسيل دپيښي دقربانيانوهويت نه دى په ډاګه كړى، خوويل كيږي په بغلان ولايت كي د هنګري هيواد سرتيري ميشت دي.خود وسلوالوطالبانووياند ذبيح الله مجاهد بيا لراوبرته ويلي چي په ياده پيښه كي دبهرنيوقواوودوه عرادې ټانكونه او يو سرف ډوله عراده موټر دويجاړيدوتر څنګ يې پينځه عسكر وژلي اودوه نور ټپيان كړي دي.