کور / اسلامي / د روژې څوَرلسمه ډالۍ

د روژې څوَرلسمه ډالۍ

عزتمنو دوستانو ، هیله ده چی د پند او عبرت د قصو دا لړۍ ګټوره وی . اوس د دې پرله پسې قصو څخه د څوارلسمی روژې لپاره څورلسمه برخه وړاندی کیږی چی د صداقت او زهد په هکله ده ( ن . صمد ) .

د دوو متقی خلکو دعوه :

یو زاهد او صالح انسان د بل متقی سړي څخه مځکه رانیوله او وروسته یې په هغه کی د کور جوړولو کار پیل کړ . کله چی یې د مځکی تهدابونه کیندل ، نو تصادفأ له هغه ځایه ډیر سره زر راووتل . دغه متقی سړﺉ حیران سو چی دا څونه لویه خزانه ده .

بس سمدلاسه یې د ځان سره دا چُرت وواهه چی دا خو زما حق نه کیږی . ځکه هغه فلاني پر ما صرف مځکه پلورلې وه نه خزانه .

سبا د هغه سړي کور ته ورغیً او هغه یې په ټوله کیسه خبر کړ . خو هغه په ځواب کی ورته وویل چی دا خو ډیر ښه کار سوﺉ دی خدای دې یې درباندی نیکمرغه کړي او ته یو بختوَر انسان یې . خو د مځکي رانیونکي ورته وویل چی دا اصلأ ستا حق دی ، ځکه ما ستا څخه خزانه نه ده رانیولې بلکی صرف مځکه می رانیولې ده .

خو هغه بل سړي دا خزانه نه اخیسته او ورته ویې ویل چی هغه ستا په ملکیت کی پیدا سوې ده نه زما په ملکیت کی . هغوی نه سره قانع کېدل څو چی باالاخره دواړو فیصله وکړه چی محکمې ته به ځو . یو وایی چی دا سره زر زما نه بلکی ستا دي خو هغه بل وایی چی یا ، دا زما هم نه بلکی ستا حق دی . هو ، دغه دﺉ ایمان او د خدای څخه ډار !

په هر صورت ، کله چی دواړه محکمې ته ولاړل او قاضی ته یې ټول جریان ووایه ، نو قاضی د دواړو تقوا او ایمان دارۍ ته حیران سو او پسله ډیر فکر او غور څخه یې د دواړو څخه وپوښتل چی تاسو اولاد لرﺉ که یا ؟ یوه ورته وویل چی زه یو زوی لرم او هغه بل ورته وویل چی زه یوه لور لرم . تصادفأ د هغوی دواړو عمرونه هم سره برابر وو .

قاضی فیصله وکړه چی د حل بهترینه طریقه دا ده چی تاسو دواړه د هلک او نجلۍ نکاح سره وتړﺉ او دا خزانه هغوی ته ورکړﺉ . په دې پریکړه سره دواړه راضی سول او په دې ډول د هغوی دعوه هم پای ته ورسېده او د دغو متقی انسانانو تر منځ خپلوي منځته راغله .

هو ، دا هم انسانان او موږ هم انسانان یو . نن موږ د دې لپاره محکمې ته ځو چی د بل حق وخورو او هر څه د ځان کړو ، خو هغه د خدای دوستانو ته دغه ظاهری او مؤقتی خزانه یو چټی او فانی شی و ، او نه یې غوښته چی د بل حق د ځان کړی . هغوی د ښو صفتونو څخه ډک وو ، خو موږ ورڅخه خالی او بی برخی یو . همدا علت دی چی حالات ( د ظاهری عبادت او ریا سره سره ) سم نه بلکی نور هم پسی خرابیږی . بېشکه چی الله د یو قوم حالت نه بدلوی تر څو هغوی پخپله ځانونه بدل ( یعنی اصلاح ) نکړی ( الرعد ـ ۱۱ ) . الله دې ټول اصلاح کړی .