کور / هراړخیز / هنکونه يا Satires – لومړۍ برخه

هنکونه يا Satires – لومړۍ برخه


 سپی درنه غوږ يوړلو ۱.

خان داد بابا نن بيا قهريدلی دی او هغه هم خپل ځان ته قهريدلی دی
ما ترينه په ويره ويره پوښتنه وکړله چې بابا خیر خو دی . خان داد بابا په نسوارو ابته توکاڼې توکړلی چې نيمې يې په ږيره لاړلې  ويل خانه څه به اووايم خو چې دا چا ټيک وييلي دی چې د شپيتو شي نو د ويشتو شي. پرو ن سهار په لاره تللمه دغه د ميردادي زوي ناڅاپه چيغه  کړه چې بابا غوږ درنه سپي يوړلو. بس ما نو ما هم دوه پښې خپلې کړی او دوه پردﺉ او په سپي پسی مې منډه کړه . يره داسی يو ميل به تللی ومه چې  ګل مير  بټياري  وليدم ويل  ولی ما ورته ويیل دغه سپي رانه غوږ يوړلو هغه وخاندل ويل خانداده غوږونه خو دی دواړه سم دم  سلامت  دي. ما چې غوږونه ومروړل نو دواړه سلامت و. نو بيا مې وييل چې اوس يو غوږ خامخا نيمول غواړي کني نو خلک به څه وايي .
دغه زمونږه د ټولو پښتنو کيسه ده خپل مازغه مو د قبر چينجو له پټ ايښي دي او بيخي کار ترينه نه اخلو. او چې ريښتيا راځي نو دروغو  راله کلي وران کړي وي . دغه لوبه موږ سره د پاکستان ميډيا کوي
ګنګوسې چې ځينې خلک ورته افواګانې هم وايي  په پښتون سيمه کې د دښمن يوه ډيره ګټه وره وسله ده. چې د ديرشو کلونو نه د افغانانو او افغانستان پر ضد کارول کيږي.
چا ووييل چې امان الله خان په اروپا کې شراب وچښل او ملکه ثريا تنګ کالي واغوستل. بس ملا ورباندې ټاپه ووهله او پښتانه افغانان هله قلار شول چې خپل غازي امان الله خان يې روم ته ورسولو.
نو د پنجاب لاسپوسو خبريالانو، ټيليويژنانو، ورځپاڼو ، ملانو او پوځيانو هم دغه د ګنګوسو په وسلو زمونږه وطن په دوزخ بدل کړی دی. اوسين احمد،سراج الهک  پذل رامان او مناور اسن  په خپلو ويناګانو کې د تورو اوبو يا بليک واټر ګنګوسه خپروي. اميد ګل ته د تاليبانو د ګټې او نړيوالو د باييلاد د ګنګوسو خپرولو کار په غاړه دی. پخواني ډګروال امام ته د لشکر طيبه د زور د ګنګوسو دنده په غاړه ده او رامان ملک ته په کراچۍ کې د پښتنو د تورنولو د ګنګوسو کار سپارلی شوې دی. انسار اباسي او کاشپ اباسي د سياستوالو پر ضد ګنګوسی خپروي.
نو پښتانه ورورڼه بايد په دغه ګنګوسو ځان پوهه کړي او د خپلې ملي ګټې لپاره ګنګوسې خپرې کړي. يا د دغه ټولو ګنګوسو ريښتونولي ولټوي او لامل يې وسپړي چې دښمنان دا ګنګوسی د کومو موخو د ترلاسه کولو لپاره خپروي.