کور / تازه خبرونه / د حقاني شبکې د يوه غړي د نيول کېدو خبر ورکړل سو

د حقاني شبکې د يوه غړي د نيول کېدو خبر ورکړل سو

لراوبر ته د آى ، جې ، سي ملکي چارو د دفتر څخه په رالېږل سوې خبرپاڼه کي راغلي چي د حقاني شبکې يو فعاله غړى يې نيولى . په نوموړې خبرپاڼه کي راغلي چي نوموړي د پاکستان هيواد څخه و يادي شبکې ته پيسې او اسحلې راوړلې چي تېره ورځ د بهرنيو او افغان ځواکونو له لوري په خوست ولايت کي د يو شمېر نورو شکمنو کسانو سره ونيول سو . په خبرپاڼه کي راغلي چي بهرنيو او افغان ځواکونو د نوموړي د نيولو دپاره د خوست ولايت په سبري ولسوالۍ کي د مامد په کلا کي عمليات ترسره کړل . په خبرپاڼه کي راغلي چي د نوموړي د نيولو پر وخت په ګويا کي ږغ وسو چي د سيمي ټول اوسېدونکي دي ووزي او وروسته د هغوى تر وتلو يې نوموړى د دوو نورو شکمنو کسانو او يوه کچه وسلو سره نيولى .
د يادوني وړ ده چي تر اوسه پوري حقاني شبکې څه نه دي ويلي .