کور / تازه خبرونه / د جنرال پترس د څرګندونو په هکله طالبانو غبرګون

د جنرال پترس د څرګندونو په هکله طالبانو غبرګون

لر او بر ته د جنرال پترس د څرګندونو په باره کی د طالبانو لاندینی غبرګون رارسېدلی چی متن یې په دې ډول دی :

دجنرال پیټرييس دوروستیو اظهاراتوپه اړه داسلامي امارت دویاند غبرګون
په افغانستان کې دبهرنیو یرغلګرو نوي ټاکل شوي مشرجنرال ډیوډ پیټرییس تیره ورځ له بي بي سي راډيو سره دیوې مرکې په ترڅ کې دافغانستان دروان پوځي وضعیت په اړه یولړڅرګندونې کړې دي اوادعا یي کړې ده چې دافغانستان په ډیرو برخوکې یې دده په وینا پرمختګ کړی،دغه راز نوموړي یوځل بیا په افغانستان کې له خپلې نه عملي کیدونکي پوځي ستراتیژۍ څخه ننګه کړې او تمه یې ښودلې چې په نږدې راتلونکې کې به دهمدې ستراتیژۍ په مټ دده په ټکو نورې ښې پایلې هم ترلاسه کړي .
زمونږ په باور خو دجنرال پيټرییس دداډول ناسمو څرګندونو موخه یوازې دهغې ناکامۍ دپټولو هڅه کیدلای شي چې له تیرې اوږدې مودې راهیسي یې نوموړي جنرال او په افغانستان کې په دنده بوختو نورو لوړرتبه امریکایي پوځیانو ته دمسؤلیت پیټی ورلغاړې دی په حقیقت کې نوموړی جنرال دخپلي مقررئ له ورځي بیاترننه پوري هیڅ کومه لاسته را وړنه نلري ځکه خو اوس غواړي چي دتبلیغاتو له لاري ځان کا میابه وښیې.
داډیره دتحیر وړ ده چې جنرال پیټرییس دنړیوالو او افغانانو په وړاندې په پوره جرأت وایي چې دکابل په شاوخوا دغه راز دهلمند په ګډون دافغانستان په جنوب کې یې لاسته راوړنې درلودلې او مجاهدین یي له پراخوسیمو په شا کړیدي .
که دیادو سیمو اوسنی وضعیت لږ دقیق مطالعه کړو ښایي دبل هروخت په نسبت اوس په کې دپوځي وضعیت موازنه دیرغلګرو په زیان ووینو ځکه دکابل په ګاونډ کې دلوګر ،کاپیسا ،وردګواو لغمان په ولایاتو کې دهرکله په نسبت سږ کال داسلامي امارت دمجاهدینو جهادي عملیات موثرشویدي په دې سیمو کې داسې ورځې کمې بیګا کیږي چې دښمن ته دې په کې دسرزیان وانه وړي دغه راز دتیرپه نسبت دجهادي فعالیتونو نوعیت او موثریت هم انکشاف موندلی چې دلوګر په څرخ کې دامریکایي پوځیانو اسارت،په وردګوکې دلویو اکمالاتي کار وانونو له منځه وړل،په کاپیسا کې دفرانسوي قواووپه شا تمبول او دلغمان ولایت دوروستیوکامیابو عملیاتو غوندې پیښې یي ژوندي مثالونه دي .

که راشو دافغانستان جنوب ته دلته هم دجنرال پیټرییس ادعا ځکه صدق نه کوي چې دهلمند او کندهارولایتونو دنظامي وضعیت ابتکار دتل غوندې مجاهدینوله ځان سره ساتلی ،په کندهار کې دښمن له هغه وروسته دخپلو عملیاتو په ځنډولو مجبور شو چې کله مجاهدینو وار پرې ړومبی کړ او دکال له نوې کیدو سره هم مهال یي په ښار او اړوندو ولسوالیو کې په دښمن ګوزاریز عملیات پیل کړل په تیرو څومیاشتو کې داطرافي سیمو سربیره دکندهار ښارپه داخل کې هم ددشمن په مراکزو او قرارګاوو اغیزمن بریدونه شویدي دغه راز دکندهار په ښار ددشمن سلطه چلینج شوې ده چې په دې اړوندپه بیابیا نړیوالو ادارو او غربي معتبرو رسنیو هم داسي خبرونه نشرکړي چې کندهار ښار دسقوط په درشل کې دی .

دهلمند په ولایت کې چې اشغالګریې دځان لپاره ترټولو مرګانۍ او له ستراتیژیک اړخه مهمه سیمه بولي هم ددښمن د نفوذ مخه نیول شوې ده په دې ولایت کې ددښمن دقواوو شمیرپه دې وروستیو کې څو برابره زیات شوی خوددوی دتلفاتو له زیاتیدو پرته یي دوضعیت په تغیرکې بل کوم بنسټيز رول نه ده اداکړی ، دمارجې عملیات چې په ډیرشور او زور سره پیل شول اوس یي خپله امریکایي چارواکي دپایلو په اعلانولوشرمیږي په دې عملیاتو کې یوازې په زرګونو پيادي سرتیري په یوه مرګوني ساحه کې په کارکولو بوخت کړای شول چې اوس هره ورځ دمجاهدینو په بمي بریدونو او مخامخ حملو کې تلفات ورکوي اوپه محدودوسیموکې دمحاصري په حالت کې شپي ورځي تیروي .
دابیخي له اټکله لرې بریښيده چې جنرال پيټرییس به په داسې ورځ په هلمندکې دخپل نفوذ دپراخوالي لاپه وهي چې هلته له سنګین ولسوالۍ څخه په څولڼدوورځوکې ددوی څلورمه قرارګاه هم باراواوه کلن پوخ پوځي مر کز یې په خپله په بمونو والوزاوه مورال بایللي پوځیان یې په ډیر تکلیف دچورلکو په مټ له سیمي وایستل
له دې څخه داسې ښکاري لکه دزیاترو امریکایي چارواکو غوندې چې جنرال پیټرییس هم دځان غولونې معتاد وي او فکرکوي چې په دې توګه به نړیوال په تیره امریکایي اولس تیرایستلای شي .
زمونږ له انده که جنرال پیټرییس رښتیا غواړي د امریکایي پوځ اواولس په وړاندې خپل ورسپارل شوی مکلفیت په ابرومندانه توګه انجام کړي باید دزیاتره امریکایانو غوندې دافغانستان دجګړې په ګټلو نه بلکه په پای ته رسولو فکروکړي دجګړې په ډګر کې دناکامۍ له دریځه دبریالیتوب چورت وهل او ناسم معلومات ورکول کله هم دجګړې په پایلو اغیزنه شي ښندلی او نه دکوم لوري تقدیر بدلولای شي ،مونږ یوځل بیا په زغرده وایو چې افغانستان دافغانانو هیواد دی ،ددې هیواد اشغال یوناروا تجاوز او په وړاندې جهادیې دافغانانو منل شوی اوخدای ورکړی حق دی او بریالیتوب همیشه دحق دلارویانوپه برخه وي ان شاءالله .

داسلامي امارت ویاند

قاري محمدیوسف احمدي