کور / تازه خبرونه / ورځپاڼو ته کتنه

ورځپاڼو ته کتنه

په کابل کي نننيو ورځپاڼو د افغانستان په اړه بېلابېل مسايل ترڅېړني لاندې نيولي چي لنډيز يي دلته لولي.
خدمتګار:
خدمتګار ورځپاڼي له وسلوالو مخالفينو سره د روغي جوړي په روان بهير خپله سرمقاله کښلې او ليکلي يې دي، چي پاکستان طالبان روغي ته نه پريږدي.
په سرمقاله کي له يوې نړيوالي ورځپاڼي سره د پاکستان د استخاباراتي کسانو د خبرو يوه برخه راخيستل سوې چي ويلي يې دي، د طالبانو مرستيال ملا برادر يې تېر کال د دې لپاره ونيوه چي له افغان دولت سره د دغي ډلي د روغي جوړي مخه ونيول سي .
خدمتګار ليکلي دي، چي د پاکستان سياستونو ته په کتو سره اوس دا په رښتينو طالبانو پورې اړه لري چي فکر وکړي، د پاکستان د ښکاره او پوسکنده دسيسو په وړاندې ښه انتخاب څه دي، د جګړې دوام او که روغه جوړه، ورځپاڼي په يوه بل مطلب کي ليکلي چي افغاتنستان په راتلونکي ژمي کي د غنمو له کمښت سره مخ کيږي.
په مطلب کي د افغانستان له پيښو سره د مبارزې د ادارې د يوه چارواکي له قوله راغلي چي تېرکال افغانستان د خپلې اړتيا يوه برخه غنم له پاکستان او قزاقستان څخه ترلاسه کول، خو اوس دا دواړه هېوادونه له ستونزو سره مخ سوي دي.

هيواد :
هيواد دولتي ورځپاڼي د خپلې نننۍ ګڼي په سرمقاله کي د افغانستان د ولسمشر حامد کرزي په ځينو وروستيو پريکړو تبصره کړې او هغه يې ستايلي دي.
هيواد ليکلي دي، چي د خصوصي امنيتي کمپنيو او د موازي ادارو د له منځه وړلو پرېکړه او د لويو قرادادونو د څرنګوالي په اړه د ولسمشر غوڅ دريځ د خلکو د هيلو او غوښتنو سره سم دئ .
ورځپاني همدا راز د افغان پوليسو ليکو ته د خصوصي امنيتي کمپنيو د ساتوونکو پر جذبولو يو مطلب خپور کړى او د چارواکو له قوله يې ليکلي دي، چي د دې کار د ترسره کولو لپاره به د اړيکو يوه مرجع رامنځ ته سي .

ويسا:
ويسا ورځپاڼي هم د خپلې نننۍ ګڼي په سرمقاله کي له وسلوالو مخالفينو سره د روغي جوړي لپاره د هلو ځلو په دوام ټينګار کړى دئ .
ويسا ليکلي دي، چي له بده مرغه د ښاغلي حامد کرزي د جمهوري رياست د نوي دورې کال تېر سو خو تر اوسه پورې د سولي له ملي مشورتي جرګې پرته د روغي جوړي په برخه کي کوم ماثره ګام وانه خيستل سو.
ورځپاڼي ليکلي دي، دې ته اړتيا ده چي د سولي حرکت د ملي اړتيا پر بنسټ په ملي حرکت بدل سي او نړيواله ټولنه دې ته اړ کړاى سي چي نور بايد د افغان ولس غوښتنو او لومړيتوبونو ته غاړه کښيږدي.

راه نجات:
راه نجات ورځپاڼي هم په افغانستان کي د سولي لپاره په روانو هلو ځلو يو مطلب خپور کړي او په غټ سرليک کي يې د ولسمشر حامد کرزي خبره راخيستې چي ويلي يې دي، له طالبانو سره رسمي خبرې نه دي سوي.
په مطللب کي له يوه بهرني تلويزيوني چينل سره د ښاغلي حامد کرزي د مرکي ځيني برخې راخيستل سوي چي ويلي دي، د طالبانو له ځينو عناصرو سره فردي اړيکي ټينګي سوي دي خو تر اوسه پوري دغه بهير رسمي بڼه نه ده خپله کړې.
راه نجات همدا راز د خصوصي امنيتي کمپنيو په اړه هم د ولسمشر وروستۍ څرګندوني را اخيستي چي ويلي يې دي، دغه کمپينې له مافيايي ډلو او احتمالاً له وسلوالو طالبانو سره لاس لري .