کور / سپورټي / د ځوان افغان کرکټ اکاډمۍلوبډله د فلډ لايټ په سياليو کې لوبه کوي

د ځوان افغان کرکټ اکاډمۍلوبډله د فلډ لايټ په سياليو کې لوبه کوي

سبا ته د پنځه نۍ ورځ چې د وږي د ۴ نېټې سره سمون خوري د ځوان افغان کرکټ اکاډمۍ لوبډله د پاکستان د کراچې ښار ته د نهو ملي لوبډلي د کرکټ لوبغاړو سره د ډاکټر محمد اصغر علي شاه ليفون کرکټ نايټ سياليو ته روانيږي.
دغه سيالۍ په پاکستان کې د رمضان کپ په نامه هم ياديږي، د افغانستان لومړۍ لوبه د اګست په ۲۷ نېټه له پاک جم خانې کرکټ کلب، دويمه په ۲۸ نېټه ملير جم خانې کرکټ کلب او درېيمه لوبه د اګست په ۲۹ نېټه د اډوانس ټيلې کام کرکټ کلب سره په کراچۍ ښار کې کوي.
د ځوان افغان کرکټ اکاډمۍ په دې سياليو کې د ګډون لپاره ټوله مرسته د افغانستان کرکټ بورډ ورکړې او د اتصالاتو د مخابراتي شرکت دخوا يې دغه لوبډله سپانسر کړې ده .
د رمضان کپ د اګست په ۲۰ نېټه پيل سوې د افغانستان لوبي پکي د اګست په ۲۷، ۲۸ او ۲۹ نېټه تر سره کيږي.
د ځوان افغان کرکټ اکاډمۍ سره په دې سياليو کې د اوسنۍ ملي لوبډلي نهه لوبغاړي او د ملي لوبډلي دوه پخواني لوبغاړي هم لوبه کوي.
د ځوان افغان اکاډمۍ دخوا د رمضان کرکټ سياليو ته غوره سوي لوبډلي په لاندي ډول دي:
۱- خالق داد نوري ( کپتان)
۲- اصغر ستانکزي
۳- شهزاد محمدي
۴- محمد نبي
۵- شاپور ځدران
۶- حميد حسن
۷- جاويد احمدي
۸- عبدالله مزارى
۹- سميع الله شينوارى
۱۰- بادشا حسين
۱۱- خان محمد
۱۲- جمعه ګل
۱۳- شفيق الله
۱۴- ايمل هوتک
د ځوان افغان کرکټ اکاډمۍ دخوا د دې سياليو لپاره غوره سوي ادري ډله:
شفيق الله عصمت ستانکزي ( د لوبډلي مدير)
اسد الله خان ( د لوبډلي روزونکى)
حق داد نوري ( مرستيال روزونکى )
حمزه لامع ( د همدې سفر مشر )
کاظم بشير( د ځوان افغان د کرکټ د اکاډمۍ د ويب پاڼي مسؤل )
د کرکټ مينوال کولاى سي په لاندي رسنيو کي د ځوان افغان کرکټ اکاډمۍ د دې سياليو ژوندى حال تر لاسه کړئ:
د جيو سوپر تلويزيون لخوا په ژوندۍ بڼه خپريږي.
شمشاد تلويزيون هم پتيلې چې د ځوان افغان کرکټ اکاډمۍ د لوبډلې حال په ژوندۍ بڼه د کرکټ مينوالو ته وړاندې کړي.
د ځوان افغان کرکټ اکاډمۍ د ويب پاڼې مسؤل هم هوډ کړي چې د کرکټ مينوالو ته نيغ په نيغه د ځوان افغان کرکټ اکاډومۍ لوبډلې د سياليو تازه حال د خپل ويب پاڼې له لارې وړاندې کړي.
www.ayccricket.com
د نورو معلوماتو دپاره په دې شمېره زموږ سره اړيکي ټينګي کړئ: ۰۰۹۳۷۸۹۰۶۷۷۲۹

د افغانستان د کرکټ بورډ د رسنيو څانګه
acb.media@afghancricket.af
afg.cricket.media@gmail.com