کور / تازه خبرونه / هلمند : د طالبانو د يو مشهور قوماندان د وژل کېدو خبر ورکړل سو

هلمند : د طالبانو د يو مشهور قوماندان د وژل کېدو خبر ورکړل سو

لراوبر ته د هلمند ولايت مقام له لوري په رالېږل سوې خبرپاڼه کي راغلي چي د سه شنبې په ورځ په نادعلي ولسوالۍ كي ملا نور محمد چي په ياده ولسوالي كښي د ماينو ايښوولو او خلكو تښتولو مسئوليت يې په غاړه درلودئ د پوليسو د خوا ووژل سو او ورسره يو تن طالب هم ژوبل سو . د دخبرپاڼي په حواله چي د نوموړي قوماندان په موجوديت كښي د نادعلي ولسوالۍ عام وګړي ناارامه ول او تل به د ده د لوري زحمت وركول كېدئ همدارنګه په عامو لارو به ئي چاديدونكي توكي ځاى په ځاى كول چي له امله به يې ملكي مرګ ژوبله رامنځته كېدل. په خبرپاڼه کي همدا ډول راغلي چي درې ورځي مخکي هم په ياده ولسوالي کي يو تن سيميز طالب قوماندان د بهرنيانو له لوري ژوندى نيول سوى ؤ .
د يادوني وړ ده چي په دې اړه تر دې دمه طالبانو څه نه دي ويلي .