کور / تازه خبرونه / کندهار : پر اکمالاتي کاروان بريد سوى

کندهار : پر اکمالاتي کاروان بريد سوى

په کندهار ولايت کي بهرنيو ځواکونو ته د لوژستيکي توکو پر کاروان بريد سوى . نوموړى بريد د ده خواجې په سيمه کي تېره شپه ترسره سوى چي په پايله کي يې يو ټانګر موټر سوځول سوى او د ټانکر موټر چلونکى او کلېنر يې هم سوځول سوي دي خو وژل سوي نه دي د ميروېس روغتون د جراحي څانګي ډاکټران د نوموړو حالت نازک ښيي
د يادوني وړ ده چي په دې اړه تر اوسه کومي ډلي څه نه دي ويلي .