کور / تازه خبرونه / ورځباڼو ته کتنه

ورځباڼو ته کتنه

کابل چاپ ورځپاڼو په افغانستان کي د بېلابيلو ستونزو په اړه مطالب خپاره کړي، د ورځپاڼو په وينا شمالي ولايتونو کي د بې امنۍ مخه نه نيول کيږي او په دې وروستيو کي د ځينو شمالي ولايتونو د امنيت وضعيت مخ په خراپېدو دئ .

ملي ارمان:
ملي ارمان ورځپاڼي د خپلي نننۍ ګڼي په سرمقاله کي د افغانستان د شمالي ولايتونو پر امنيتي وضعيت تبصره کړې او ليکلي يې دي، چي په دغو ولايتونو کي ولي د ‌طالبانو د فعاليت مخه نه نيول کيږي.
په سرمقاله کي په دې برخه کي په ځانګړې توګه د بغلان او کندز ولايتونو پر امنيتي وضعيت انديښنه څرګنده کړې او ليکلي يې دي، دغه دوه ولايتونه چي پخوا هم شمال او شمال ختيځ ته د ‌طالبانو د نفوذ لاري وې، اوس ورو رور يو ځلي بيا د طالبانو په ځالو بدليږي.
ملي ارمان ليکلي دي چي په دې وروستيو کي په بلخ، فارياب، بادغيس ولايتونو کي هم امنيتي وضعيت مخ په خراپېدو دئ.
ورځپاڼي په يوه بل مطلب کي د جمهوري رياست د ملي امنيت د سلاکار ډاکتر رنګين دادفر سپنتا څرګندونې راخيستي چي ويلې دي، پاکستان د افغانستان په جګړې کي اصلي تيري کوونکي دي.
په مطلب کي د نوموړي له قوله زياته سوې ، چي د پاکستان استخبارات افغانستان د خپل نفوذ د ساحې يوه برخه بولي.

هيواد :
هيواد دولتي ورځپاڼي په افغانستان کي د خوراکي موادو د کمښت په اړه موجودې انديښنې څيړلي او په دې برخه کي يې له پيښو سره د مبارزې د ادارې د چارواکو څرګندونو ته اشاره کړې چي ويلي يې دي، سږ کال به د خوراکي موادو له پلوه يو سخت کال وي.
هيواد ليکلي دي، افغان حکومت او ملي سوداګر مسووليت لري چي وار دمخه لازم اقدامات وکړي او په راتلونکي ژمي کي د خوراکي موادو له کمښت څخه مخنيوي وکړي.

راه نجات:
راه نجات ورځپانې (د افغانستان د جګړې پايله) تر سرليک لاندې د دغه جګړې د دوام، د هغې د زيانونو او همداراز په اړه يې په بيلابيلو نظرونو تبصره کړې.
د مقاله د ليکوال په باور د افغانستان د جګړې په اړه بيلابيل نظرونه ورکول کيږي خو داسې ښکاري چي خپله امريکايان لا تراوسه پورې د دې جګړې په اړه په خپلو خيالونو کي ډوب پاتې دي.
راه نجات ليکلي دي، که د افغانستان جګړه په ريښتينې توګه درک نه سي ، نو هغه ورځ لرې نه ده چي په افغاسنتان کي د درېيم ځل لپاره هم يو نړيوال زبرځواک په ګونډو سي .
ورځپاڼي په يوه بل مطلب کي د افغانستان د ولسي جرګې په راتلوونکو انتخاباتو هم تبصره کړې. ورځپاڼي پوښتلي ايا دغه انتخابات به د بدلون لپاره يو فرصت وي او که نه د تيرې تجربې تکرار؟

ويسا:
ويسا ورځپاڼي هم د خپلي نننۍ ګڼي په سرمقاله کي د ولسي جرګې د راتلونکو انتخاباتو په اړه موجودې انديښنې څيړلي دي.

ويسا ليکلي دي، چي په دې برخه کي له امنيتي انديښنو سربيره دا مساله هم په کي مهمه ده چي د جمهور رياست د تيرو انتخاباتو تجربه په کي تکرار نه سي .
په سرمقاله کي راغلي دي، د بل هر هيواد په شان د جمهوري رياست په تيرو انتخاپاتو کي هم لاسوهنې او درغلۍ وسوې ، ديوه کانديد نه بلکي د ټولو کانديدانو لپاره خو د افغان ولس په رايو او د انتخاباتو په پايلو چي کومې ملنډd ووهل سوې ، په نورو هيوادونو کي يې ساري کم ليدل سوى .
ويسا ليکلي اړوند چارواکي بايد دې مسئلې ته پام وکړي او چا ته د غوغا جوړولو اجازه ورنه کړي