کور / تازه خبرونه / ننګرهار : د طالبانو ديوه قوماندان د وژلو خبر ورکړل سو

ننګرهار : د طالبانو ديوه قوماندان د وژلو خبر ورکړل سو

په ننګرهار کي د طالبانو د يوه قوماندان او د هغه سره د خپلو دوولسو ملګرو د وژل کېدو خبر ورکړل سو . لراوبر ته د آى جې سي عامه پوهاوي د دفتر څخه په رالېږل سوې خبرپاڼه کي راغلي چي نوموړى يې د دې ولايت د ده بالا په کلي کي د هوايي بريد ته ترڅ کي وژلى . په خبرپاڼه کي همدا ډول راغلي چي د وژل سوو کسانو په اړه تر اوسه دقيق معلومات نه لري خو وروسته به يې روښانه کړي .
د يادوني وړ ده چي په دې اړه تر اوسه يوې ډلي هم هيڅ نه دي ويلي .