کور / تازه خبرونه / هلمند : په جومات کي د ماين چاودني ٣ تنه ژوبل کړل

هلمند : په جومات کي د ماين چاودني ٣ تنه ژوبل کړل

د هلمند ولايت مقام څخه لراوبر ته په رالېږل سوې خبرپاڼه کي راغلي چي د دې ولايت د نادعلي ولسوالۍ د نورزو د کلي په يوه جومات کي د يوه ځاى پر ځاى سوي ماين د چاودېدو له امله درې تنه عام وګړي ژوبل سول . د خبرپاڼي په حواله چي ژوبل سوي کسان د حکومتي ځواکونو له لوري د درملني په موخه روغتيايي مرکز ته وړل سوي دي او تر درملني لاندي دي .
په خبرپاڼه کي د دې چاودني پړه پر طالبانو اچول سوې خو وسلوالو طالبانو تر دې دمه په دې اړه څه نه دي ويلي .