کور / تازه خبرونه / نیو یارک ټایمز : ضیا صالحی د سی آی اې ایجنټ دی

نیو یارک ټایمز : ضیا صالحی د سی آی اې ایجنټ دی

نیویارک ټایمز ورځپاڼی پرون ولیکل چی د امریکایی او افغانی منابعو له مخی د حامد کرزي نږدې همکار یعنی د ملی امنیت د شورا دولتی مشر محمد ضیأ صالحی د ډیرو کلونو راهیسی د « سی آی اې » جاسوس دی . پر صالحی د فساد تورونه لګېدلي او تر ګروېږنو لاندی دی . خبر وایی دا چی صالحی د پیسو په بدل کی سی آی اې ته څه راپورونه ورکول چا ته معلوم نه دي . صالحی په جولای کی د رشوت او فساد په تور نیول سوی و خو د حامد کرزي د مداخلې له امله بیرته خوشی سو .
نیویارک ټایمز زیاتوی چی پخپله د حامد کرزي ناسکه ورور احمد ولی کرزﺉ هم د سی آی اې د ایجنټ او د مخدره موادو کاروباري بلل سوی خو حامد کرزﺉ د هغه تورونه هم نه منی او دفاع یې کوی . ورځپاڼه زیاتوی چی دا رسواینی د افغانستان په لوړو مقاماتو کی د فساد او پټ ارتباط شکونه نور هم بربنډوی .