کور / اسلامي / د روژې شپاړسمه ډالۍ

د روژې شپاړسمه ډالۍ

ګرانو دوستانو ، خدای دې وکړی چی تیری پنځلس انتباهی قصې دلچسپه واقع سوي وی ، او دا ده اوس د اسلامی حکومت د اساسی مسؤلیت اړونده قصه درته ډالۍ کیږی ( ن . صمد ) .

د عمر (رض) امارت :

یو وخت حضرت عمر (رض) د خپل امارت پر مهال د معمول سره سم د معزز صحابی عبدالرحمن بن عوف (رض) په ملګرتیا د مدینې په حدودو کی د « حرا » سیمی ته ووت . یو څه لیری یې اور ولید چی لګېدﺉ . فکر یې وکړ چی د مساپرو کاروان دی او غواړی چی شپه همدلته تیره کړي او د سبا په رڼا کی به ښار ته راځی .

نو دواړه ورغلل تر څو د ساتنی ترتیبات ورته ونیسی او ډاډه یې کړی . کله چی نږدې ورغلل نو یوه ښځه او څو کوچنیان یې ولیدل چی ښځي پر اور باندی کړایی ایښی او اوبه یې پکښی اچولي دي او کوچنیان ورته ژاړی .

حضرت عمر (رض) سلام وکړ او د ښځی په اجازه نږدې ورغی او ورڅخه ویې پوښتل چی دا کوچنیان ولی ژاړی ؟ ښځی ورته وویل چی هغوی وږي دي ، او دا هرڅه د عمر له لاسه ! حضرت عمر (رض) ورته وویل چی په دغه کړایی کی څه شي پر اور پراته دي ؟ ښځی وویل چی دا صرف اوبه دي او کوچنیان می په دې امید کړي دي چی دا ګواکی خواړه دي چی د پخېدو په حال کی دي او ښایی په همدې انتظار کی بیده سي . او الله به د قیامت په ورځ د عُمر او زما تر منځ قضاوت وکړی چی زه یې د دغسی پریشانۍ سره مخامخ کړې یم ( ښځه خبره نه وه چی همدا پخپله حضرت عمر دی ) .

عمر (رض) وژړل او داسی یې ورته وویل : الله دې درباندی ورحمیږی ، عمر به ستا د پریشانۍ څخه څنګه خبر سی ؟ ښځي ورته وویل : هغه چی زموږ امیر دی ، نو باید زموږ له حاله هم خبر سي .

حضرت عمر (رض) هم بیرته مدینې ته راغی او مستقیمأ بیت المال ته ولاړ او هلته یې د اوړو یوه کڅوړه ، خرما ، غوړی او ټوکران او یو څه پیسې راواخیستې . کله چی دغه بار تیار سو ، نو د بیت المال پیره دار ته یې وویل چی دا بار زما شا ته راپورته کړه . خو هغه ورته وویل چی یا ، امیر المؤمنینه ! دا زه اخلم . حضرت عمر (رض) د هغه د پرله پسې ټینګار سره سره قانع نسو او ویې ویل چی آیا د قیامت په ورځ هم زما بار راسره وړلای سې ؟

نو هغه و چی بار یې پر خپله شا واخیست او برابر د هغې ښځی خیمې ته ولاړاو پر لاری یې عبدالرحمن بن عوف ته وویل چی همدا زه یم چی د دې ښځی په باره کی به د محشر په ورځ پوښتل کیږم . د ښځی خیمې ته په رارسېدو سره عمر (رض) په کړایی کی یو څه اوړه ، خرما او غوړی واچول او ویې لړل او پخپله یې اور پوف کاوه . عبدالرحمن روایت کړی چی ما پخپله لوګی لیدﺉ چی د ده د ږیری سره په هوا کېدﺉ . یو ګړﺉ وروسته خواړه پاخه سول او ده پخپل لاس هغه دغو کوچنیانو ته ورکړه .

کله چی هغوی ښه ماړه سول نو یو څه یې د بل وخت لپاره وساتل . کوچنیان ډیر خوشاله سول او لوبی یې شروع کړې . ښځی د خوشالۍ په حال کی عمر (رض) ته داسی وویل : الله دې پر خپله دغه مهرباني اجر درکړی . په اصل کی همدا ته باید په دارالخلافت کی د عمر پر ځای ناست وای .

حضرت عمر (رض) ښځه دلاسا کړه او داسی یې ورته وویل : که ته خلافت ته راسې نو ما به هلته ووینې . دﺉ یو ګړﺉ نور هم دلته کښېناست او د کوچنیانو لوبو ته یې کتل .

وروسته مدینې ته روان سو او پر لاری یې عبدالرحمن ته وویل چی آیا ته پوه سوې چی زه ولی هلته کښېناستم ؟ ما هغوی په پریشانۍ کی ولیدل چی ژړل یې . نو ځکه می غوښته چی یو ګړی یې په خوشالیو او لوبو کی هم ووینم .

سبا هغه ښځه دارالخلافت ته ورغله او هلته یې هماغه شخص د حضرت علی (رض) او حضرت ابن مسعود (رض) په منځ کی ولیدﺉ چی هغوی د « یا امیرالمؤمنین » خطاب ورته کوی . کله چی پوه سوه چی دا خو پخپله عمر (رض) و چی برایی زموږ مرستی ته راغلی و ، نو ډیره وارخطا سوه او ورته ویې ویل چی ما وبخښه .

خو امیرالمؤمنین ورته وویل چی ته ملامته نه یې ، او زیاته یې کړه : ته خپل مظلومیت په څو خرڅوې ؟

ښځی انکار ورکړ خو حضرت عمر (رض) ورته وویل چی تر څو دا کار و نه کړې ، له دې ځایه نسې تللای . نو هغه و چی د هغې مظلومیت یې د خپل شخصی دارایی څخه په ۶۰۰ درهمه واخیست او ښځه رخصت سوه .

وروسته یې علی (رض) ته هدایت وکړ چی کاغذ او قلم راوړی او داسی یې ولیکل : زه او علی او ابن مسعود شاهدي ورکوو چی فلانۍ ښځی خپل مظلومیت پر امیرالمؤمنین عمر بن خطاب باندی وپلورﺉ . او تر دې وروسته امیرالمؤمنین داسی وویل : کله چی زه مړ سم دا کاغذ زما په کفن کی کښېږدﺉ تر څو د خدای سره ملاقات وکړم .

هو ، د اسلام اصلی واکمن باید همدغسی مستقیم او نامستقیم له خپل ملته باخبره وی او ځان د هغوی په غم او ښادیو کی عملأ شریک کړی ، نه داسی چی تګ او راتګ او په هر څه کی ګډون یې د بهرنیو یا کورنیو باډی ګارډانو په منځ کی صرف غولونکی او تشریفاتی وی . پخپله چړچې کوی خو ملت یې له لوږی او بیچارګۍ څخه ښیراوی ورته کوی .