کور / تازه خبرونه / زابل : څلورو طالبانو ته مرګ ژوبله واوښته

زابل : څلورو طالبانو ته مرګ ژوبله واوښته

په زابل ولايت کي څلورو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې . نوموړې مرګ ژوبله تېره شپه د شاه جوى ولسوالۍ اړوند د ملا ابو په کلي کي د نړيوالو او افغان ځواکونو د عملياتو په ترڅ کي رامنځ ته سوې . د دې ولايت د والي وياند ياد عمليات تائيدوي او وايي چي په دې عملياتو کي دوه تنه وسلوال ووژل سول ، دوه تنه ژوبل سول او څلور نور يې ژوندي نيولي دي . نوموړى وايي چي په دې عملياتو کي د افغان او بهرنيو ځواکونو ته کوم زيان نه دئ ا وښتى .
د يادوني وړ ده چي په دې اړه تر دې دمه طالبانو څه نه دي ويلي .