کور / تازه خبرونه / کندهار : د توپ دوه فيره مرمۍ کشف او له منځه يووړل سوې

کندهار : د توپ دوه فيره مرمۍ کشف او له منځه يووړل سوې

د کندهار ولايت مقام څخه لراوبر ته په رالېږل سوې خبرپاڼه کي راغلي چي تېره ورځ نهه بجې د څلورمي امنيتي حوزې اړوند د خوجک بابا په سيمه کي د توپ دوه فيره مرمۍ چي د نامعلومو کسانو له خوا ځاى پر ځاى سوي وې وړاندي تردې چي وچوي د پوليسو د خوا کشف او وروسته د آيساف ځواکونو له لوري شنډي سوې .
د يادوني وړ ده چي ولايت مقام د مرميو د کشف او له منځه وړلو خبر په داسي وخت کي ورکوي چي اوس هم د ښار په ډنډ ولسوالۍ کي شاوخوا ١٧٠٠ بهرني او کورني سرتيري په محله نجات کي د وسلوالو طالبانو څخه د سيمي د پاکولو په موخه په عملياتو بوخت دي .