کور / تازه خبرونه / کندهار: د عملياتو په ترڅ کي ١٩٠ کسان نيول سوي دي

کندهار: د عملياتو په ترڅ کي ١٩٠ کسان نيول سوي دي

دکندهار په ماله جات سیمه کې د تصفیوی عملياتو په ترڅ کی يو ١٩٠ تنه مشکوک کسان نيول سوي دي .
د ملي پوليسو قومندان جنرال غلام فاروق پرواني چی دیادو عملیاتومشری په غاړه لری وایی دغه عمليات يې درې ورځي وړاندي په ماله جات سيمه کې دکورنيو او بهرنيو سرتېرو له خوا را پيل سوي دي.
دده په خبره چې تردي دمه يې ١٩٠ تنه مشکوک کسان نيولي او دامهال يې تحقيقاتي ارګانونو ته سپارلي او پوښتني ګرويږني ورڅخه رواني دي.
ښاغلی پرواني زياتوي چې په یادو عملياتو کې ١٧٠٠ کورنيو او بهرنيوسرتېرو برخه اخيستي او عمليات په برياليتوب سره پرمخ روان دي. خو د پوليسو قومندان وايې چې لاهم د وسلوالو مخالفینو له مقاومت سره په ځینو برخو کی مخامخ کیږی او په ځینو سیموکی دمخالفینوله لوری ښخ کړل سوی ماینونه ورته لږستونزی رامنځته کړی دي.
غلام فاروق پرواني دا هم وویل چې دغه را پیل سوی عمليات نژدي يوه اونۍبه نور هم وغځيږي.
نوموړى دا مني چې دیادو عملياتو له پيل څخه يو شمېر کورنۍ کور پريښودلو ته اړسوي خو په وينا یي چې په لویه کچه نه دي.
دده د څرګندونو له مخي چې لږ تر لږه پنځه سلنه ولسي وګړي به کور پريښودلو ته اړسوي وي او پاتي نور يې ځکه نه دي کډوال سوي چې په سيمه کې پراخي جګړي نه دي رامنځته سوي.
له بل لوري په دي عملياتو کې هغه رينجر موټر هم نيول سوى کوم چې درې مياشتي وړاندي وسله والو طالبانو له دولتي ځواکونو څخه تښتولى و.
د عملياتو په غبرګون کې وسله والو طالبانو په ښکاره ډول څه نه دي ويلي.