کور / تازه خبرونه / پکتيکا : په يوه ځانوژونکي بريد کي اتو تنو ته مرګ ژوبله واوښته

پکتيکا : په يوه ځانوژونکي بريد کي اتو تنو ته مرګ ژوبله واوښته

لراوبر ته د آى جې سي عامه پوهاوي له لوري په رالېږل سوې خبرپاڼه کي راغلي چي په پکتيکا ولايت کي د يوه ځانوژونکي بريد په پايله کي يو تن عام وګړى ووژل سو او اووه تنه نور ژوبل سول . د خبرپاڼي په حواله چي ياد بريد د دې ولايت په بيمال ولسوالۍ کي په يوه ملکي دوکان کي سوى . په خبرپاڼه کي راغلي چي ژوبل سوي کسان ملکي روغتون ته د درملني په موخه وړل سوي دي .
د يادوني وړ ده چي نه په دې اړه او نه په دې سيمه کي هيڅ يوې ډلي هم تر اوسه نه د کوم ځانوژونکي بريد او نه هم د کومي نښتي او يا کومي حملې په اړه تر اوسه څه ويلي دي .