کور / اسلامي / حديث شريف : د ويدېدو نه مخکي وظيفې

حديث شريف : د ويدېدو نه مخکي وظيفې

حضرت محمد صلی الله علیه وسلم حضرت علي رضی الله عنه ته وفرمایل: ای علی! مخکې لدې چي خپلې بسترې ته ولاړ شې نو دغه پنځه (۵) کارونه تر سره کړه:

۱- څلور زره (۴۰۰۰) دیناره صدقه ورکړه او بیا ویده شه.
۲- د قرآن مکمل ختم وکړه او بیا ویده شه.
۳- د جنت بیه ادا کړه او بیا ویده شه.
۴- دوه مرور کسان سره پخلا کړه او بیا ویده شه.
۵- یو حج وکړه او بیا ویده شه.

حضرت علی رضی الله عنه وویل، ای د الله رسول صلی الله علیه وسلم! دا کارونه خو زما له وسې ندي پوره، زه به څنګه وکولای شم چې دا کارونه تر سره کړم؟
نو رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته داسې ځواب ورکړ:

-۱ څلور (۴) ځله د فاتحې سورت ویل داسې دي لکه څلور زره دیناره صدقه چې ورکړې.
٢- دری (۳) ځله د اخلاص (قل هوالله احد) سورت ویل داسې دي لکه د قرآن پوره ختم چې وکړې.
٣- دری (۳) ځله درود ویل (لنډ درود: صلی الله علیه وسلم ) د جنت بیه ده.
٤- لس (۱۰) ځله استغفرالله (یا بل هر استغفار) ویل داسې دي لکه دوه خفه کسان چې سره پخلا کړې.
-۵ څلور (۴) ځله د دریمې کلمی (سبحان الله، والحمدلله، و لااله الالله، و الله اکبر، و لا حول ولا قوت الا بالله) لوستل داسې دي لکه یو حج چې وکړې.

حضرت علی رضی الله عنه وویل، د الله رسول صلی الله علیه وسلم! زه به سر له اوسه خپلې بستری ته له تللو د مخه دغه ټولې کړنې عملې کوم. درنو وروڼو او خویندو، د پورته ذکرونو کول د پنځه دقیقو څخه زیات وخت نه نیسي او ثوابونه يې ډیر زیات دي. هر څوک دا غواړي چې د نیکیو په کتاب کې یې دا ټولې نیکۍ ولیکل شي. که غواړﺉ چې هره شپه مو دا اذکار په یاد وي نو په یو سپین کاغذ يې له ځانه سره ولیکئ او له ویده کیدو د مخه يې هره شپه ولولئ. که مو په وس کې وي نو دغه لیکنه له نورو دوستانو سره شریکه کړﺉ ځکه که هر څوک چې دا نیکه کړنه ترسره کړي نو یقینا چې الله به يې تاسو ته هم اجر او ثواب درکړی انشاالله.