کور / تازه خبرونه / د جنرال پترس د ادعا د سپیناوی لپاره د طالبانو وړاندیز

د جنرال پترس د ادعا د سپیناوی لپاره د طالبانو وړاندیز

لر او بر ته د جنرال پترس د وروستۍ ادعا په هکله د طالبانو د ویاند وړاندیز را رسېدلی چی متن یې په لاندی ډول دی :
دجنرال پیټرییس دوروستۍ ادعا دسپیناوي په موخه داسلامي امارت دویاند وړاندیز

په افغانستان کې دناټو ځواکونو عمومي مشر جنرال ډیویډپیټرییس چې له څومیاشتو راهیسې یې په دې هیواد کې دجګړییزو عملیاتوقومانده په غاړه اخیستې په دې وروستیو کې دمنظموتبلیغاتو له لارې په پله پسې توګه هڅه کوي دافغانستان دروان وضعیت په اړه دنړیوالو په تیره دافغان او امریکایي اولسونواذهان مصروفه او په دې اړه ناسم او دخپلې طبعې سره موافق انځورورکړي ،نوموړي په تیرو څو ورځو کې له مطبوعاتو سره په مرکو دغه راز په عامه ناستو کې په بیابیاپه دې خبره اصرار کړی چې دماموریت په تیره څومیاشتنۍ دوره کې یې مجاهدین له ځینو سیموپه شاکړي ،دهغوی دنفوذ ساحه یي محدوده کړې ،دمجاهدینومشران یې په نښه کړي او لایي هم دده په وینا دغه ډول پرمختګونه دهیوادپه جنوب او مرکزي سیمو کې روان دي .
دافغانستان اسلامي امارت دیادشوي امریکایي جنرال دلوړو ګمراکوونکو اوتیرایستونکو تبلیغاتو په اړه له وړاندې خپل سپيناوی مطبوعاتو ته سپارلی چې دنوموړي دداډول پروپاګند یوازیني موخه دهغې ښکاره ناکامي او ماتې پټول کیدای شي چې همدااوس دامریکایي سرتیرو دمشرپه توګه جنرال پیټرییس ورسره مخامخ دی .
ددې لپاره چې نړیوالو او هیوادوالو دافغانستان له روان وضعیت څخه یوواقعي برداشت درلودلی وي او ددښمن دداډول په لوړه کچه خوبي اساسه تبلیغاتو له اغیزې خوندې پاته شوي وي دافغانستان اسلامي امارت درښتیني وضعیت دمطبوعاتي کولو وړاندیزکوي ،په داسې شکل چې دنړیوالو او هیوادنیو رسنیو دخبریالانویو ټیم دې تشکیل شي ،اودهیواد دجنوبي او مرکزي سیمو اوپه خاص ډول دهغوسیمو چي امریکایې جنرال پکې دپر مختګ ادعا کوي، وضعیت دې په خپله وارزوي اوبیادې په افغانستان کې په روانو واقعیتونو مشتمل ، رښتینی اوهراړخیزراپور نړۍ والوته وړاندې کړي ترڅومعلومه شي چي دنوموړي جنرال خبري څومره حقیقت لري .
دافغانستان اسلامي امارت دداسې یوې حقیقت موندنې لپاره له خپله اړخه دخبریالانو دامنیت تضمین وړاندې کوې اوورسره دهراړخیزې همکارۍ وعده کوي خودا عملیه هغه وخت عملي بڼه موندلی شي چې بهرني یرغلګر هم په دې اړوند ورته دریځ ولري او دامنیت تضمین ورکړی .
زمونږ په باور دجنرال پیټرییس ترقومانده لاندې امریکایي پوځي مشران که چیرې دنړۍ او خپل اولس دتیرایستلو اراده ونه لري دابه نړیوالو ته دافغانستان په اړه دیوه واقعي انځور دورکولو ښه موقع وبولي او موافقه به ورسره اعلان کړي .

دافغانستان اسلامي امارت ویاند
قاري محمد یوسف احمدي