کور / تازه خبرونه / کندوز:دبمې چاودنې له امله 3 پوليس ووزل شول

کندوز:دبمې چاودنې له امله 3 پوليس ووزل شول

دکندوز په خان اباد ولسوالۍ کې دپوليسو په رنجرګاډي دچاودنې په پايله کې 3 پوليس ووزل شول.
دکندوز ولايت امنيه قومندان مل پسوال محمدرزاق يعقوبې لراوبر ته وويل : چې چاودنه نن غرمه دخان اباد ولسوالۍ په يوه کلۍ کې دشوراب په نوم سيمه کې دپوليسودګزمې په موټرشوي چې له کبله يي دري تنه پوليس وزل شويدي.
خوبل لورته دوسلوالوطالبانووياند ذبيح الله مجاهد ديوناڅرګند ځاي څخه دټيلفون له لارې لراوبر ويب پاڼې ته دبريد دمسووليت اخيستلو ترڅنګ زياته کړې چې په ياده پيښه کې دمخدره توکيومديربرهان په ګډون 5 تنه پوليس وژلې دي.
داپه داسې حال کې ده چې تيره اونۍ دوسلوالو طالبانو په بريد کې دکندوز ښارپه يوه څنډه کې 8 تنه پوليسان ووزل شول.