کور / تازه خبرونه / کندوز:دالمان دفاع وزير دسرتيروليدنه وکړه

کندوز:دالمان دفاع وزير دسرتيروليدنه وکړه

نن دالمان دفاع وزير کرل تيودور څوګوتنبرګ اودالمان دپارلمان ريس اوورسره يوڅونور غړې کندوزولايت ته دخپلو سرتيرو دليدلو لپاره راغلې وول.
هغه غونډه چې په کندوز کې دالمان دولايتې بيارغونې ډلې يا پې ارټې په مرکزکې جوړه شوي وه دالمان دفاع وزير خبريالانوته وويل ( دنوموړې دسفرموخه کندوزته دخپلوعسکرودروحې لوړول اوکتنه وه) په شمال خيتزولايت کندوز کې دالمان هيواد نږدي 3700 سرتيرې په بيلابيلوبرخوکې په ماموريت بوخت دي چې په دي وروستيوکې ډيرې وختونه دوسلوالوطالبانوسره په نښتواوجګړوکې هم برخه اخلې .
همدغه رازدالمان وزير زياته کړه چې دراتلوونکې سپټمبردټاکنو وورسته به دالمان خلک په افغانستان کې دميشتوعسکرودپاتې کيدو اونه پاتې کيدو په اړه تصميم ونيسې.خودمګړې يي هيواد هوډ نلرې چې دافغانستانه سرتيرې وباسې هغې ديوې پوښتنې په ځواب کې وويل : ( چې دولت به يي دافغان پوځونوپه روزنه کې مرسته وکړي) داد نوموړې په ياده څوکې دټاکل کيدووروسته پنځم سفردي چې افغانستان ته يي کوي. دکندوز مخکې نوموړې تيره ورځ بلخ يا مزارشريف ته تللې ووچيرته چې په ګڼ شمير کې المانې سرتيرې دافغان دولت سره په څنګ کې په دندوبوخت دي.