کور / سپورټي / د ځوان افغان کرکت اکاډمۍ لوبډلي ميلرجم خانې ته ماته ورکړه

د ځوان افغان کرکت اکاډمۍ لوبډلي ميلرجم خانې ته ماته ورکړه

د ځوان افغان کرکت اکاډمۍ لوبډلي ميلرجم خانې ته ماته ورکړه
د ځوان افغان اکاډمۍ لوبډلي بيګا شپه د رمضان په شل اوريزه سياليو کي د جم خانې لوبډلي ته په ۵ ويکټو ماته ورکړه.
پچه د جم خانې لوبډلي وګټله او توپ وهنه يې غوره کړه، د ۱۹ اور په ۴ توپ يې ټول لوبغاړي وسوځيدل او ځوان افغان کرکټ کلب ته يې ۹۲ منډي هدف وټاکه.
د ځوان افغان کرکټ لوبډلي له دمې وروسته په توپ وهنه پېل وکه او د ۵ لوبغاړو په سوځيدلو يې ميلر جم خانې ته ټاکل سوى هدف د ۱۹ اور په دويم توپ پوره کړ.
د ځوان افغان کرکټ کلب توپ اچونکو بيګا شپه د جم خانې په خلاف ښه توپ اچونه وکړه، حميد حسن د جم خانې ۳ لوبغاړي وسوځول، عبدالله مزاري په دوه اورنو کي جم خانې ته ۴ منډي ورکړي او يو لوبغاړي يې ورته وسځولو، د توپ وهنې په ډګر کي محمد شهزاد په ۵۶ توپونو ۴۵ منډي جوړي کړي.
نن شپه ۱۱ بجې چي د اګست۲۹ نېټه سره سمه خوري د ځوان افغان کرکټ لوبډله د رمضان په کپ کي دريمه لوبه د ملک اټير کرکټ کلب سره لري، کچېرته ځوان افغان کرکټ لوبډله لوبه وګټې نو د دې سياليو منځ لوبي ته لاره پيدا کوي. او که چيري دا لوبه ونه ګټي نو خپل افغانستان ته به راستنږي.
د ځوان افغان کرکټ اکاډمۍ سره په دې سياليو کي د اوسنۍ ملي لوبډلي ۹ لوبغاړي او د ملي لوبډلي ۲ پخواني لوبغاړي هم لوبه کوي.
د ځوان افغان اکاډمۍ لخوا د رمضان کرکټ سياليو ته غوره شويې لوبډله په لاندې ډول ده:
۱- خالق داد نوري( کپتان)۲- اصغر ستانکزي۳- شهزاد محمدي۴- محمد نبي۵- شاپور ځدران ۶- حميد حسن۷- جاويد احمدي۸- عبدالله مزاري۹- سميع الله شينواري۱۰- بادشا حسين۱۱- خان محمد۱۲- جمعه ګل۱۳- شفيق الله۱۴- ايمل هوتک.
د ځوان افغان کرکټ اکاډمۍ لخوا د دې سياليو لپاره غوره سوى ادري ډله:
شفيق الله عصمت ستانکزي ( د لوبډلي مدير)اسد الله خان ( د لوبډلي روزونکي)حق داد نوري ( مرستيال روزونکي)حمزه لامع ( د همدې سفر مشر )کاظم بشير( د ځوان افغان د کرکټ د اکاډمۍ د ويب پاڼې مسؤل )
د ځوان کرکټ کرکټ اکاډمي په ۱۹۹۷ز کال کي جوړه سوى او په کورني کرکت کي يې په هيواد کي د کرکټ د پرمختګ لپاره ډيري هلي ځلي کړي، د ځوان افغان کرکټ اکاډمۍ کرکټ کلب په ګاونډيو هيوادونو کي د کلب کرکټ په کچه پخوا هم لوبيدلي، هندوستان، سريلينکا او پاکستان ته يې سفرونه کړي چي د افغانستان په استازيتوب د کلبونو په کچه ښه ځليدلي کرکټ کلب دي. د ځوان کرکټ اکاډمۍ لوبډله د افغانستان کرکټ بورډ سره راجستر سوى اکاډمي دي په افغانستان کي د کرکټ د ودې، پرمختګ او د کرکټ اړوندو چارو ټول مسؤليتونه د افغانستان کرکټ بورډ په غاړه لري.
د کرکټ مينوال کولاي شي په لاندې رسنيو کي د ځوان افغان کرکټ اکاډمۍ د دې سياليو ژوندي حال تر لاسه کړي:
د جيو سوپر تلويزيون لخوا په ژوندۍ بڼه خپريږي.
د ځوان افغان کرکټ اکاډمۍ د ويب پاڼې مسؤل هم هوډ کړي چي د کرکټ مينوالو ته نيغ په نيغه د ځوان افغان کرکټ اکاډومۍ لوبډلي د سياليو تازه حال د خپل ويب پاڼې له لارې وړاندې کړي.
www.ayccricket.com
نورو معلوماتو لپاره په دې شمېره له موږ سره اړيکي ټينګي کړئ: ۰۰۹۳۷۸۹۰۶۷۷۲۹

د افغانستان د کرکټ بورډ د رسنيو څانګه
acb.media@afghancricket.af
afg.cricket.media@gmail.com