کور / اسلامي / د قدر شپه

د قدر شپه

إنا انزلنه في ليلة القدر (1) و ما ادراك ما ليلة القدر (2) ليلة القدر خير من الف شهر (3) تنزل الملائكة و الروح فيها بإذن ربهم من كل امر (4) سلام هى حتى مطلع الفجر (5)

يقينا چې مونږ دا د القدر په شپه نازل كړى دى . ته څه پوهيږى چې د قدر شپه څه ده ؟ د قدر شپه له زرو مياشتو نه بهتره ده . په ( دى كښې دهر كار ) د انجام وركولو د پاره د خپل رب په حكم سره فرشتې او روح ( جبرائيل ) نازليږي . دا شپه سراسر د سلامتئ ده او د فجر تر طلوع پورې ( ده )

د قدر كلمه عربي كلمه ده او د منزلت په معنى ده . مونږ وايو چې فلاني سړی د قدر وړ سړى دى يعنى قدرمن دى . همداشان وايو چې مونږ د فلاني سړي كورته لاړ و ، هغه زمونږ ډير قدر وكړ .”

د قدر دكلمې بله معنى اندازه كول او فيصله كول هم ده ، په دې شپه د ټول كال د پاره فيصلى كيږي نو په هم دې سبب دى ته ليلة الحكم هم وايي.

ددې كلمې بله معنى تنګي هم ده ، په دې مباركه شپه دومر ډيرې فرشتې د ځمكې سر ته راښكته كيږي چې ځمكه تنګيږي .

د قدر شپه د عبادتونو شپه ده ، په دې مباركه شپه چې څومره عبادتونه كيږي هغه د خداى پاك په وړاندې ډير قدر او ارزښت لري او خداى پاك هر مومن بنده ته چې په دې مباركه شپه عبادت كوي ، ډير اجر او ثواب ورپه برخه كوي.

د قدر شپه د روژې د مياشتې د وروستيو لسو طاقو ورځو په كومه شپه كښې راځې . ددې شپې په مبهم پاتې كيدو كې هم الهي حكمت پروت دى ، او دا ددې په خاطر دى چې مسلمانان د روژې د وروستيو لسو ورځو په طاقو شپو كښې ښه دزړه له اخلاصه عبادت وكړي .

يقينا چې ما دا د قدر په شپه نازل كړى ده :

د قران پاك نزول د روژې په مباركه مياشت كښې له همدې شپې نه پيل شوى دى . دا قرآن پر محمد صلى الله عليه وسلم نازل او د 23 كالو په موده كښې پوره شوى يعنى تكميل شوى دى . د قرآن پاك آيت دى چې :

شهر رمضان الذي انزل فيه القرآن .

د رمضان مياشت هغه ده چې قرآن پكښې نازل شوى دى

تاسې څه پوهيږئ چې د قدر شپه څه ده ؟

ددى استفهام څخه ددې شپې عظمت او اهميت څرګنديږي ، ذهن په كامل ډول ددې پوښتنې ژورتيا ته رسيدلاى نه شي . دا يواځې پاك الله دى چې په دى پوهيږي .

د قدر شپه له زرو شپو څخه بهتره ده .

يعنې ددې يوې شپې عبادت د زرو مياشتو له عبادت څخه بهتر دى . زر مياشتې له 83 كالو او څلورو مياشتو سره برابرې دي . دا د حضرت محمد صلى الله عليه و سلم په امت باندې د الله تعالى څومره لوى احسان دى چې دهغه د امت د هر بنده د پاره يې دومره آسانتيا برابره كړې ده. د بنده عمر ډير لنډ او مختصر دى . او سط عمر ته چې سړى نظر وكړي نود سړي اوسط عمر له 80 كالو څخه زيات نه دى . خداى پاك مومن بنده ته د قدر د يوې شپې د عبادت په بدل كښې د 83 كالو او 4 مياشتو د عبادت اجر وركوي . دا د خداى پاك لوى احسان دى او دا احسان هيڅ څوك ادا كولاى نه شي .

روح : له روح څخه مراد حضرت جبرائيل عليه سلام دى ، يعنې فرشتې له جبرائيل عليه سلام سره يوځاى ، په دغه شپه ځمكې ته راښكته كيږي چې هغه چارې سرته ورسوي او انجام يې كړي كومې چې خداى پاك يې په دغه كال فيصله كوي.

دا شپه سر ا سر د سلامتئ شپه ده.

يعنې دا شپه د شر او فساد شپه نه ده . هر مومن په دغه شپه د شيطان له شر څخه خلاص او محفوظ دى . په دغه شپه فرشتې، اهل ايمان يعنې ايمان دارو ته سلام كوي ، فرشتې هم په خپلو كښې په يوبل باندې سلام وايي .

نبي صلى الله عليه وسلم د قدر د شپې دپاره دا دعا ښودلې ده :

(( الهم انك عفو تحب العفو فاعف عني )) ( سنن ترمذي )

خدايه ته عفو يې ، عفو دې خوښيږي نو ماته عفو وكړه.

نو ځكه هر مومن بنده ته ښائي چې د قدر په شپه دا دعا ووايي.

د قدر شپه ډيره درنه ، ډيره بختوره ، ډير پر بركته ، ډيره ستره ، ډيره نوراني ، ډيره ښكلې او له فيض نه ډكه شپه ده . دا شپه څرنګه چې وويل شول د روژې د ورستيو لسو ورځو په طاقو شپو كښې راځې چې دا د روژې د 21 ، 23 ، 25 او 27 شپې دي نو هر مومن بنده ته ښايي چې په دغو شپو ښه سم په اخلاص ، صداقت ، ايماندارۍ او په پاك نيت عبادت وكړي ، لمونځونه وكړي ، د قرآن پاك قرائت وكړي ، دعا وكړي ، تمنا وكړي ، له خداى پاك څخه د عفو او بخښې سوال وكړي ، توبې وكړي ، د نيكې لارې هدايت وغواړي ، له بديو څخه د خلاصون دعا وكړي . دا شپه په كال كښې يو ځل راځي .

هغه مسلمان بنده خوش نصيبه دى چې په دغه شپه نور ټول دنيوي كارونه پريږدي ، هر څه هير وي او صرف د خداى د نوم په اخستلو د خداى پاك درګاه ته لاسونه په دعا پورته كوي او په ډير عذر او زارئ ، په ډير ه تواضع او مسكينئ ، په ډير احترام او عاجزئ هغه څه غواړي چې دده دين او دنيا ورباندې ښائسته كيږي او ورسره د ده د نيكمرغئ او خوشحالئ سبب كيږي.

دعا به وكړو چې :

اى پاكه ربه تا راته ددعا حكم راكړى دى او زمونږ ددعا ګانو د قبلولو وعده دې راكړې . تا فرمايلي دي چې له مانه و غواړئ هر څه چې غواړئ ، زه به يې در كړم .

اى لويه خدايه : ددې مباركې شپې په بركت زمونږ روژې ، لمونځونه ، عبادتونه او طاعتونه قبول كړه .

اى لويه خدايه ! ته مونږ ته د ښې لارې هدايت وكړه . زمنږ ظاهر او باطن اصلاح كړه . مونږ له ګمراهيو څخه وساته .

مونږ ستا د نعمتونو شكر ګذار يو . مونږ سره مرسته وكړه او دا توان راكړه چې ستا د نعمتونو شكر په ځاى كړوز

اى خدايه !

ته د آسمانو او ځمكې خالق يې . په دنيا او آخرت كښې مو مالك يې .

أى لويه خدايه ! ته په مونږ باندې له زمونږ د توان او طاقت څخه زياد بار نه اچوې . كه مونږ كوه سهوه ، غلطي او خطا كوو نو ته راته معافي وكړه .

لويه خدايه ! ته مو ته مو له هر ډول نفاق ، خپل منځي مخالفتونو ، بد اخلاقيو ، بد بينيو څخه په خپل امان كښې وساته . اى لويه خدايه ! تهخ مو ايمان د زړونو زينت وګرځوه ، له بدو اعمالو او سركشيو نه مو وژغوره .

اى لويه خدايه ! مونږ په دغه مباركه شپه كښې ستا د رحمتونو طلبكار يو .

اى پاكه ربه ددې مباركې شپې په بركت خپل غضب او قهر د اسلام په دشمنانو نازل كړه .

خدايه ! ته زمونږ په درد او غم باندې پوهيږې ، ته زمونږ ددرد او رنځ آواز اورې .

له تا نه مرسته او كمك غواړو .

له تانه پرته مددګار نه لرو .

اى لويه خدايه : زمونږ زړونه اصلاح كړه . زمونږ په زړونوكې مينه محبت او همدردي پيدا كړه .

له خپل منځي جكړو څخه مو وساته . له تعصب ، بغض او عداوت څخه نجات راكړه .

اى خدايه ! د قدر په دې مباركه شپه زمونږ ګناوې معاف كړه .

مونږ له خپل رحمت څخه مه محروموه .

ته رحيم او كريم يې . زمونږ په حال رحم او كرم وكړه .

اى لويه خدايه ! ددغې مباركې شپې په بركت زمونږ د هيواد افغانستان ساتنه او حفاظت وكړه.

دا وطن په خپل امان كښې وساته . دا وطن د داخلي او خارجي دښمنانو له شر څخه محفوظ وساته .

اى خدايه ! هغه څوك چې زمونږ په هيواد كښې بد امني پيدا كوي ، ته هغوي د خپلو ناپاكو ارادو څخه منع كړه .

لويه خدايه ! هغو شريفو خلكو ته توان او توفيق وركړه چې په زړونو كښې د خپل وطن سره مينه لري ، د خپل هيواد د بقا د پاره په زړونو كښې پاكه جذبه لري.

اى لويه خدايه :

هغه خلك چې بد فكرونه لري ، د هغوي فكر ونه بدل كړه .

اى لويه ربه ! ددې سپيڅلې شپې په بركت د افغانستان هر وكړي ته دا توفيق وركړه او دا مينه ورته په زړه كښې واچوه چې له هر ډول ژبني ، نژادي ، قومي تعصب څخه لاس واخلي او ټول له يو بل سره په ورورئ او دوستئ كښې ژوند وكړي.

اى لويه خدايه ! د خائنانو لاسونه مات او دوي تباه كړه .

اى خدايه ! ټولو ته د حلالې روزئ د پيداكولو توان وركړه ، رشوت خورو او د حرامو لارو څخه د دولت پيداكونكوته د ښې لارې هدايت وكړه .

اى لويه خدايه ! تا په قرآن پاك كښې د حلالو او جائزو طريقو له ليارې د روزئ د پيدا كولو اصول ښودلي دي

لويه خدايه تا په قرآن پاك كښې د حلالو او جائزو طريقو له لارې د روزئ دپيدا كولو احكام صادر كړي دي.

خدايه ! ته لار ښوونكى او هدايت كوونكى يې .

خدايه ! ته ټول افغانان د اصولو پابند وګرځوه ، ته مونږ افغانانو ته توان راكړه چې د قرآن د احكامو پابندي وكړو.

خدايه ! ته مونږ افغانانو ته همت ، جرئت او استقامت راکړه چې قرآن د خپل ژوند د لارې مشال وګرځوو .

اى خدايه ! د قدر د پاكې شپې په بركت ټول هغه خلك كامياب وګرځوه چې د اسلام ددين خدمت كوي .

اى خدايه! ته دوي ته ددې خدمت په بدل كې اجر او ثواب وركړه .

پاكه خدايه ! له تانه غواړو چې د قدر شپه مباركه زمونږ په نصيب كړې

او په دې مباركه شپه زمونږ ټولې دعاګانې قبولې او منظورې كړې .

آمين