کور / تازه خبرونه / کندهار : د ١٠ وسلوالو د نيولو خبر ورکړل سو

کندهار : د ١٠ وسلوالو د نيولو خبر ورکړل سو

لراوبر ته د آى جې سي عامه پوهاوي د دفتر څخه په رالېږل سوې خبرپاڼه کي راغلي چي د افغان ځواکونو له لوري په عملياتو کي يو شمېر شکمن کسان نيول سوي دي . په خبرپاڼه کي راغلي چي دغه عمليات دطالبانو د يوه مهم قوماندان د نيولو په موخه د ارغنداو په ولسوالۍ کي ترسره سوي دي . په خبرپاڼه کي د نوموړي قوماندان چي د خبرپاڼي په حواله دغه عمليات د هغه د نيولو په موخه ترسره سوي دي د نيولو په اړه څه نه دي ويلي سوى خو تر لسو د زياتو شکمنو کسانو د نيولو خبره پکښي سوې ده .
د يادوني وړ ده چي په دې اړه نه تر اوسه کومي رسنۍ او نه هم طالبانو د خپل لوري يا د حکومت د لوري د دوى سره د کومي نښتي يا د دوى د کوم کس د نيولو خبره کړې .