کور / تازه خبرونه / کندهار : ٧٠ کړۍ ماينونه کشف او له منځه يووړل سول

کندهار : ٧٠ کړۍ ماينونه کشف او له منځه يووړل سول

د کندهار ولايت د ٢٠٥ اتل قول اردو څخه په خپره سوې خبرپاڼه کي راغلي چي ملي اردو او ايساف ځواکونو د يو لړ عملياتو په ترڅ کي چي په دې وروستيو کي د ارغنداو په ولسوالۍ کي پيل سوي ول پکښي يې اوويا کړۍ ماينونه کشف او له منځه وړي دي . په خبرپاڼه کي راغلي چي ماينونه د ملي اردو له لوري کشف او وروسته د ا يساف ځواکونو له لوري له منځه يووړل سول . خبرپاڼه همدا ډول ليکي چي په دې عملياتو کي په ياده ولسوالي کي شپږ ميله کلاشنکوفونه ، يو ميل توپک او يو ميل توفنچه هم نيول سوي دي .