کور / اسلامي / د روژې شلمه ډالۍ

د روژې شلمه ډالۍ

ګرانو لوستونکو ، د تیرو نولس انتباهی قصو په دوام نن د شلمی روژې لپاره شلمه قصه واړندی کیږی چی د توبې د قبلېدو په هکله ده ( ن . صمد ) .

د یهودي توبه :

یوه ورځ یو بوډا یهودي د موسی (ع) حضور ته راغی او ورته ویې ویل چی زما عمر ۴۸۰ کاله دی او په خپل ټول ژوند کی می هر ډول ګناهوی کړي دی . خو اوس د توبې لپاره تا ته راغلی یم ، چی آیا خدای به زما توبه قبوله کړی که یا ؟
موسی (ع) چی لږ څه توند مزاجه و ، دغه یهودي ته وویل چی ستا عمر ۴۸۰ کالو ته رسېدلی او داسی ګناه هم نسته چی تا نه وی کړې ، او اوس د توبې لپاره ما ته راغلی یې ؟!
یهودی ورته وویل چی هو ، په همدې تمه تا ته راغلی یم . دا مهال موسی (ع) سخت منت پر وکړ او په خښم سره یې ورته وویل چی ډیر ژر له دې ځایه ووزه ، داسی نه چی ستا له وجی خدای پر نورو مصیبت نازل نه کړي .

یهودی هم د دې خبرو په اورېدو سره نامینده سو او ولاړﺉ . دا مهال پر موسی (ع) باندی وحی نازله سوه او د الله تعالی حُکم ورته وسو چی اې موسی ، په « لا اله الا الله » کی ۱۲ توری دي او په « موسی رسول الله » کی هم ۱۲ توری دي . که دغه یهودی په صداقت سره توبه کوی او بیا د دغسی ناولواعمالو او ګناهونو د نه کولو وعده کوی نو ما د هغه توبه قبوله کړه ، او ما د هر حرف په بدل کی د شلو کالو ګناهوی ور معاف کړې او د ۲۴ حروفو په صدقه کی می د هغه د ۴۸۰ کالو ګناهوی ور وبخښلې .
 
موسی (ع) چی کله د الله (ج) دا رحمت ولید ، بېله ځنډه یې هغه یهودی بیرته راوغوښت او زیرﺉ یې پر وکړ چی خدای ستا توبه قبوله کړه او بیا هیڅ کومه ګناه  و نه کړې .
 
هو ، بېشکه چی الله رحمن او رحیم دی او هیڅکله باید څوک د هغه له دره نهیلی نه سی او تل د هغه ذات په وړاندی د توبې در پرانیستی دی خو اراده باید قاطع او پاکه وی .