کور / تازه خبرونه / بغلان: اته پروژې ګټي اخستني ته وړاندي سوې

بغلان: اته پروژې ګټي اخستني ته وړاندي سوې

دکليود بيا رغونی ا وپراختيا وزا رت دملی پيوستون پروگرام اته پروژی پدی وروستيو کى  دبغلان  په ولايت کي گټى اخستنی ته وسپا رل شو ی.
ددی  ولايت د ملی پيوستون پروگرام د مسوولينو دوينا له مخي پدی  پروژو کی ديوه ټولنيز مرکز.، د(٣٣) کيلو واټو په ظرفيت داوبو دبرښنا ديوه واړه بند، (٩) پل گوټي ، دکرنيزو اوبو يوه زيرمه ، د(١٦٠)  مترو په اوږدوالي ديوه استنادي ديوال جوړول ، او د(٨٢٠ مترو په اوږدوالي دسړک ترميم او شگي اچول    شامل دي  .
يادى شوى پروژى د ( ٩،٧٨٠٠٠) افغانيو په لگښت د ملى پيوستون پروگرام له بود جي بشپړی او څه د پا سه (  ١٨٤٣ )   کورنی ترينه گټه اخلی .