کور / راپور / د رڼا کلنۍ مشاعرې بشپړ انځوریز رپوټ

د رڼا کلنۍ مشاعرې بشپړ انځوریز رپوټ



پلازمېنه کابل ددوهمې رڼا مشاعرې کوربه و

د رڼا کلنۍ مشاعره د ۱۳۸۹کال د زمري میاشتې په لسمه دمېرمن کلتوري ټولنيز بهيرلخوا د کابل په هوټل کې چې په سلګونوښځینه شاعرانو او لیکوالوپه کې ونډه  اخیستې وه ولمانځل شوه .
غونډه دیکشنبې په ورځ د سهار په نهو بجو دملالۍ سخیزاده لخوا د قرآن عظیم الشان په څو مبارکو آیتونو پرانیستل شوه ورپسی د افغانستان ملی سرود د څو تنوماشومو نجونولخوا چې ملی کالی یې په تن و وویل شو
د لومړنۍ برخې ویندویانې پاریسه خزان او سوله نیازۍ وې.
د مېرمن کلتوري ټولنيز بهيرغړې او ددغه بهیر د موقتې اجراییه کمیټې مشرې اغلې ساهره شريف پرانستونکې وينا واوروله.میرمن شریف راغلو ميلمنو ته د ښه راغلاست د ويلو تر څنګ دښځو ونډه یې د ټولتې په هره برخه کې تر څیړنې ونیوه او ویی ویل:دافغانستان په سیاسی او ټولنیزبهیر کې یې د ښځو ونډه رغنده وبلله او میرمن کلتوری ټولنیز بهیر یی هم د هغې د لاسته راوړنو څخه وباله.نوموړې د هغو بسپنو ورکوونکو نومونه هم  ياد کړل چې له مېرمن بهير سره يې د رڼا مشاعرې د جوړولو لپاره بسپنې ورکړې وې او يا د بسپنو ژمنې يې کړې وې.ورپسې میرمن تورپیکۍ مومند دمیرمن کلتورې ټولنیز بهیرکلنۍ ریپوت وړاندې کړ او د یوه کال په ترڅ مې یې د دغه بهیرد فعالیتونو په  اړه معلومات ورکړل او زیاته یی کړه : میرمن کلتورې ټولنیز بهیرد فعالیتونوڅخه په تیر یوه کال کې په ولایتونوکې د دغه بهیر د څانګو پرانیستل وو چې په مزار شریف،تخار،نیمروزولایتونو کې ددغه بهیر څانګې پرانیستل شوې او همدارنګه یې دهغو چاپ شویو کتابونو په اړه معلومات ورکړل چې د بهیر لخواچاپ شوی وو هغې د طوبی ندا ساپۍ ناول (په سترګو کې لیکل شوې افسانه)دسپوږمۍ نوری شعری ټولګه چې دبهیر د غړو شعرونه یې پکې راټول کړی وو او د ښکلا ځدراڼ د کیسو ژباړه (زه مې دا کوچنۍ زړه چاته ورکړم) دنعیمه غني (هغه دبابا خبره) کتاب او همدارنګه (له ډیوې سره مزل) کتابونه چې دمیرمن بهیر له خوا چاپ شوي یاد کړل.




ورپسې درانه فرهنګي شخصيت استاد نجیب الله منلی  د رڼا کلنۍ مشاعرې ګډونوالو ته وينا وکړه. نوموړې د ښځوپرمختګ د نارینه پرمحتګ وباله اوښځو د ادب به هکله خبری وکړی زیاته یې کړه دښځود ادبیاتو د نارینه ادبیاتو سره پرتله کړل او ویې ویل: منلی صیب اوویل :د ښځو او اونارینه  ادبیات کوم توپیر نه لری توپیر یوازی په احساساتو کې دې ،نارینه ټولنه جوړوی اوښځه د ټولنی یوه برخه د ه ورپسی سید فخرالدین هاشمی د قلم ټولنی مشرد دغې ټولنی پیغام ولوست په یوه برخه کې یې راغلی ووپه داسی  حال کې چې اوس هم هیواد د نا امني سره مخ دی د د ا ډول مشاعرو او ادبی غونډو جوړول د هیواد پالنی ښه ثبوت دی د غونډی دوهمه برخه مشاعره وه چې ویندویانې یې اوږی امیل اولطیفه لالهاند وه مشاعره دبهیر د دارالانشآ مشرې آغلې توبا ندا ساپۍ په وینا پیل شوه بیامیرمن ګلالۍ عمرخیلی په خپل یوه شعر دشعرونو لوستلو برخه پیل کړه ورپسی په ترتیب سره دغو شاعرانو لینا فدا،جمیله ساپی ،پښتنه سعادت،سپوږمۍ نوری، موسکا،نجیبه آشنا ،ګل مینه یوسفزی،لیمه نیازۍ،نسرین،عزیزه افغاني،بنفشه،نعیمه ،زلیخا،نظیفه نیازۍ،نجلا،سپوږمۍ،فرشته،نازنین،لطیفه لالهاند،ادیبه ادیب،ډیوه،ځلا زرمتۍ، ملالۍ،رڼا ساپۍوجیهه،سهیلا، پري،مستوره،پلوشه ساپی،طوبی ندا ساپۍ،برښنا ساپۍ، شکریه خروټې،نعیمه غنې،نجیبه آشنا،فریبا ،زاهده نیازمند،صدف سیمین،مینا نظرې،زمزمه ،وږمه رحمانی،ادیبه ادیب،مرضیې امین، نازیه اریوبوال،سونیتا مدبر،زاهده نیازمند ،مینه منګل،عاطفه اشنا، تورپیکۍ، ملالۍ پکتیاواله،خاطره،اریانا او نورو خویندو خپل شعرونه ولوستل .




همدارنګه د مشاعری په ترڅ کی ګل مینه یوسفزی د هغې د غوره ادبې هڅو له امله دکال غوره فرهنګیالۍ وټاکل شوه چې د سروزرو په مډال ونازول شوه او همدارنګه دنغدې جایزه هم ورکړل شوه روپسی هغه ساینلیکونه چې د میرمن کلتورې ټولنیزبهیر لخوا چمتو شوی وود دغه بهیر په غړو وویشل شول چې دتیر کال په بهیر کې یې زیات کلتوري فعالیتونه سرته رسولي و.
 دغه راز هغه ویبپاڼې او ورځپاڼې چې دمیرمن بهیر دفعالیتونو په ځلولو کې یې مرستې کړې هم په ستاینلیکونو وستایل شول لکه تاند،روهي، افغان ادبي بهیر، ټول افغان،لروبر، سمسور،شرنګ، ارین ویبپاڼې او هیواد ورځپاڼه او دهغې ریس نجیب الله شینواری او ځینې وروڼه لکه ،مجیب لودین، فریدون الهام،اجمل تورمان ،ارین ،ځلاند،نورګل شفق،صمیم پکتیاوال،او همت الله امینزی . د غونډی په بله برخه کې د راغلو شاعرانو لخوا دشعرسیالی جوړه شوه لومړی د دووتنو سپوږمۍ نوري او مینې یوسفزۍ ترمنځ په دوهم پړاو کې په ډله ایزډول چې دوه ډله نجونو پکی برخه  اخیستی وه لومړی ګروپ کې نازیه اریوبوال،سونیتا مدبر،زاهده نیازمند، نظیفه نیازۍ،جمیله ساپۍ،اوږۍ امیل،سپوږمۍ نوری،ګل مینه یوسفزۍ،وه او په دوهم ګروپ کې مینا نظری،تورپیکی مومند وردک،سوله نیازۍ،پاریسه خزان،ګلالۍ عمرخیله،عارفه عمرلور،زمزمه،لطیفه لالهانده وه د شعر سیالۍ نیم ساعت دوام وکړ او وروسته سیالۍ په مساوی توګه پای ته ورسیده  همدارنګه هغه څه چې ډیر د پام وړ وو د ولایاتو څخه د ټیلفون په لیکه درڼا په کلنی مشاعره کې ونډه اخیستی وه خدیجه دلوګر ولایت څخه ،شاه ګل ګلزاده دنیمروزڅخه،عادله د هلمند څخه،سباسیلۍ دورګوڅخه،شپینې شپیلۍ له غزني ولایت څخه ، ښکلا له پکتیا ولایت څخه او نورو دریو خویندو له نورو ولایتونو څخه دغه راز له جرمني څخه دمیرمن رحیمې پښتونجار رااستول شوی شعر دهغې دخور جمیلې ساپۍ له خوا ولوستل شو.
 هیره دې نه وی چې په دغه مشاعره کې دموسیقی ترڅنګ دغرمې ډوډۍ هم په پام کې نیول شوې وه .دغونډې په برخه والو دمیرمن بهیر اومصور خپرندوی بنسټ دری سوه خپاره شوي کتابونه،مصور مجلې پنځه ګڼې،ماشوم روزنه،دمینې روغتون، کوچنی زړه مې چاته ورکړم،مینه اوجګړه او نور کتابونه وویشل شول.




په پای کې د ګډونوالو د رايو په اساس درې غوره شعرونه انتخاب شول چې لومړی مقام  داوږۍ امیل شعر  دوهم د ګلالۍ عمرخیلې او دريم د سبا سیلۍ شعر وګاټه . چې شاعرانو ته يې د مېرمن بهير له خوا اېوارډونه او سوغاتونه ورکړل شول .دغه راز په مشاعره کې ښکلا ساپۍ دکال نیکمرغه نجلۍ دپچې په اساس وټاکل شوه.
رڼا کلنۍ مشاعره چې د مېرمن کلتوری ټولنیز بهير په نوښت دبهير دوهم تلین په مناسبت جوړه شوې وه د مازديګر په څلورو بجو پای ته ورسیده .