کور / تازه خبرونه / کندهار: پر باندنيو ځواکونو د سړک د غاړي بمي چاودنه سوې ده

کندهار: پر باندنيو ځواکونو د سړک د غاړي بمي چاودنه سوې ده

دکندهارښاردديارلسمي حوزې دميرويس ميني په سيمه کي دباندنيوځواکونوپرکاروان دسړک دغاړي چاودنه سوې ده .
دکندهاردامنيت امرفضل احمدشيرزادهم پيښه مني اووايي چي نورجزييات په لاس کي نه لري .
يوه بله امنتي سرچينه د نوم نه ښودلو په شرط وايي چي په سيمه کي يې دباندنيوځواکونوټانک ليدلى چي ويجاړسوى اوسپاره پکښي وژل سوي دي.
په سهيل کي دوسلوالوطالبانووياندقاري يوسف احمدي دپيښي مسؤليت پرغاړه اخيستى اووايي چي په دې چاودنه کي يې يوټانک اوڅلور تنه سپاره له منځه وړي دي.
په کندهارکي ميشتو باندنيوځواکونولاتراوسه په دي اړه څه نه دي ويلي.