کور / شعر / غزل

غزل

 

خاوره وم د سولي خو د جنګ په اور لمبه شومه
څه سپينه شمله وم خو په وينو باندی سره شومه
کور    د غيرتونو    وم    ټاټوبی    د قومونو   وم
لمر غوندی رڼا ومه اوس څنګه توره شپه شومه
ز ما غيږه  به  ډکه  وه  په  رنګارنګ   ګلونو  تل
توره سيلئ راغله چه بيديا د تور ځنګله شومه
ما خو  ځنګوله  د ملت  غازيان  ځانګو کی خپل
بخته  ستا  دلا سه  اوس  د مړو  هديره شومه
نصيب که د تقدير وه خو زما په لاس کی نه وه
مور دی وم افغانه ستا په سترګو کی ميره شومه
ته چه به د ښمن لره په سوله که په جنګ ورتلي
زه به ستا تر پښو لاندي هم ستا سره ستنه شومه
اور که بليدی ئي (ځلبلانده ) زما پر سر به ؤ
ستا رنګه هم زه په سرو اورو ټوټه ټوټه شومه


سوئيلي پښتو نخوا چمن
nskarvan@hotmail.com