کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / د غــربــي پُــل صراط یــــــــونــــلیــــــک

د غــربــي پُــل صراط یــــــــونــــلیــــــک

سرچینه ::: فولکسکرنت ، د ۲۰۱۰ز کال د اګسټ اتلسمه ګڼه
لیکواله ::: ناتالي ریختون
ژبـــاړه ::: ۲۳- اګسټ، ۱۹مه روژه ۲۰۱۰

دا تر اوسه دقیقاً نامعلومه ده، چي دافغانستان څخه څومره افغانان په غیر قانوني ډول د خپل هیواد څخه وزي، خـــــــــــو د UNHCR د راپورو له مخي اټکل سوئ دئ، چي څومره افغانان دي د اېران څخه افغانستان ته ځي، هغومره بیرته د افغانستان څخه وزي ; دا د میاشتي تقریباً دوه څلوېښت زره افغانان کیږي .  د یادوني وړ ده، چي پر دې شمېره باید هغه افغانان جمع کړل سي، کوم چي د پاکستان له لاري بل ځای ته ځي .
– د اسلام قلعه په سرحدي ښار کي د UNHCR مشر داسي وايي : ” موږ په تکراري توګه سره شړل سوي افغانان وینو، چـــــــــي پــــــــــــــه بیا – بیا توګه سره د افغانستان څخه د وتلو کوښښ کوي . “
د جون په میاشت کي د UNHCR دفتر په دې سره اندېښنه وښوده، چي د هغو افغاني ماشومانو شمېره ورځ تر بلي زیاتیری، کوم چي په غیر قانوني ډول سره د هیواد څخه د وتلو کوښښ کوي او غواړي تر اروپا پوري ځان ورسوي . په ۲۰۰۹ زېږدیز کال کي تر ۵۹۰۰ زیاتو کمکیو افغانانو په اروپاکي د پناهنده ګي درخواست کړئ وو، په داسي حال کي چي په ۲۰۰۸زېږدیز کال کي دا شمېره ۳۳۸۰ تنه وه .
همداډول تأید سوي راپورونه وايي، چي په اروپا کي د پناه غوښتونکو تنکیو ځوانانو د جملې څخه ۴۵ فیصده افغانان دي .
– همدا ډول ملګري ملتونه زیاتوي : ” دا چي تنکي افغان ځوانان تښتي، دا خبره د هغوی والدینو قبوله کړې وي او د تګ اجازه یې ورکړې وي . ”

لاندي رښتینې کیسه د ځوان سمیر ده، چي غوښتل یې اروپا ته ولاړ سي، هلته ژوند د سر څخه پیل کړي او د ټولو امکاناتو څخه ځان برخمن کړي . د نوموړي له خولې و اروپا ته د تګ د هغه بشپړ داستان د هالنډي ورځپاڼي فولکسکرنت کي نشر کړئ و، چـــــــــي پښتو ژبــــــــــــــاړه یې په لاندي ډول ده :::

“ زیات شمېر افغانان بیریږي چي یو کورنۍ جنګ به یې په هیواد کي رامنځته سي، په داسي حال کي چي د هیواد څخه یې د غربي ځواکونه د وتــــلو وخت رانژدې سوئ دئ .
سمير خپل ځان قاچاقبرو ته په لاس ورکئ، ترڅو خــــــــــــارج (غرب) ته یې بوزي . د سمیر له خـــــــــولې د هغه د خطرناکه سفر بیان سوې کیسه :
شـــــــــاوخوا شپږ میاشتي مي خارج ته د تګ په اړه فکر وکئ، چي د قاچاقبرو سره اروپــــــــا ته ولاړ سم او که یا؟ ددې پوښتني جواب ډېره ساده دئ، هغه دا چي زه ۲۶ – کلن ځوان یم، هیڅ وخت مي آزادي نه ده لیدلې، حتی د زوکړي پر مهال مي لا په هیواد کي جنګ و او نتیجه یې دا ده، چي ژوند مي د بیري شکل خپل کړئ دئ .
 
زه په هرات کي اوسېږم، د یوه کنسرټ ورکولو څخه وروسته د اخطار زنګونه خلګو راوهل، چي دا کار نور بس که !
کوم چاچي اخطار راکوئ، د هغوئ نه یوازي دا چي د موسیقي سره یې نه وه جوړه، بلکي پر دريـــــځ یې د انجونو څخه  هم سخته کرکه کوله . نوموړو به راته ویل، چي که مو ونیولې، نو کیسه به دي په یو وار  درختمه کړو . ډېـــــــــر اخطارونه هغه مهال راکول سول، کله چي مي په ۲۰۰۹زېږدیز کال کي د یوه ټلوېزیون سره د خبریال په حیث کار کاوه .
زه د اخطارونو سره ترڅنګ په هیواد کي د کورنۍ جګړې څخه هم سخت ډارن یم، چي په کورني جنګ اخته نه سو . زه چي کوم افغانان پېژنم، هغوی په دې فکر دي، چي که چيري د افغانستان څخه بهرني قواوي ووځي، نو به حالات نــــــــور هم کړکېچن سي .

زمـــــــــاملګرو او دوستانو به راته ویل، چي و خارج (غرب) ته د تګ سره خورا سخت خطر تړلئ دئ، هغوی به کیسې راته کولې چي ډېر نور خلګ خارج ته د تللو پر مهال په لاره کي مــــــــــړه سوي دي . ما چي به دا کیسې واورېدلې او بیا چي به مي د خپل هیواد حالاتو ته وکتل، نو فکر به مي کوئ، چي زما د یوې ښې او بهتره راتلونکي لپاره خو په افغانستان کي پاتېدل، ګټه نه کوي .
کله چي مي غرب ته د تللو فیصله وکړه،نـــــو بیا د نورو هم یوې داسي فیصلې کولو ته پام واوښت . لومړنی کس زما اکا و، چي ویل یې زه هم درسره ځم .

داکا زوی مي موده مخکي خلګو د پیسو لپاره تښتولئ و، پیسې یې غوښتې; دا د کوچنیانو تښتولو کیسې هم دلته په افغانستان کي خورا زیاتي دي  .

بس!
هغه وو، چي د ۲۰۰۹ ز کال په سپټمبر کي د کورنۍ دوه ویشتو غړو زما په څېر غرب ته د سفر کولو نیت وکړ . شل غړو د اېران وېزه واخیسته، لومړی اېران ته تلل او ورپسې په غیرقانوني توګه ترکیې ته اوښتل او بیا اروپا ته داخلېدل . زما د اکا د زوي او زما بخت هغه مهال لا کار نه کوئ، موږ وېزه نه درلوده او باید اېران ته هم په غیر قانوني توګه تللي وائ .
تقریباً هر څوک په هرات کي د یو قاچاقبر –ماچاقبر د ټیلیفون نمبر لري، نو موږ هم یو نمبر پیدا کړئ و . موږ د قاچاقبر سره د افغانستان او اېران سرحد ته څېرمه د زارنج په ښار کي ولیدل . دقاچاقبر سره مو خبره داسي کړې وه، چي که چیري زه په امن سره تر تهرانه پوري ورسېږم، نو به ده ته ۷۵۰ ډالره ورکوو .

سفر داسي خطرناکه سفر و، چي څه درته ووایم . د زارنج د ښار څخه په موټر کي زه مخته ورسره ناست وم، ځکه چي زما مخ او شکل یوڅه د اېرانیانو په شاني و، نو پولیس یا بل څوک ژر نه راپوهېدل، چــــــــي افغان یم . هغه د اکا زوی مي د موټر په ډکۍ کي کښېنستئ، چیري چي هيڅ اکسیجن نه وي او د چا ساه بنده – بنده کیږي .

یو ساعت وروسته یوه جـــــــــګ دېوال ته ورسېدو. قاچاقبر راته ویل، چي تر دغه دېوال واوړئ، هاخوا یې اېـــــــــــــران دئ . خو دغه ایرانی دېوال ډېـــــــــــر جګ و، زه چي پر ختلم، نـــــو ورځ وه، شاوخوا نورو لیدلو او هر شی معلومېدئ .
یاره!  داسي بېرېدم، چي … ما ویل اوس هغه سرحدي پولیس ټکان راباندي ونه کړي . زما ترڅنګ په نژدې شاوخوا کي نور خلګ هم پر دېوال اوښتل، ښځي وې، کوچنیان وه .

د دېوال هاخوا ته یو سړی ولاړ و . تقریبا دوه کیلومتره دغه سړي ځغستل او موږ پسي ورځغستل . په دې حال کي د یوې ښځي پښه ماته سوه او کوچنیان هم زخمي سول .قاچاقبر هسي ځغستل، دې ته به یې نه کتل، چي پلانکی ستړی سو، یا پلانکی ضعیف دئ  . په پای کي د شلو نفرو څخه، چي پر هغه جګ دېوال را اوښتي وه، فقط درې تنه یوه کـــــلي ته راورسېدل . 
هلته د یوه نـــوي قاچاقبر لخوا زما د اکا زوی او زه په یوه پټ کـــــــــور کي پــــــــــــټ کړل سو . ټـــــــوله ورځ به افغان مهاجر راروان وه . دغه قاچاقبر بیا نور خلګ نیولي وه، د خوشي کولو په مقابل کي به یې د هغوی د کورنۍ څخه پیسې غوښتې .
موږ قاچاقبر په دې پوه کئ، چي موږ د یوې غریبي کورنۍ څخه یو او هيڅ نه لرو، نو مـــــــوږ یې ایــــله کړو .

ددې څخه وروسته په یوه ټکسي کي د زابل ښار ته ولاړو، د زابل څخه بیا د زاهدان پر لوري مو پر یوه غرنۍ لاره مزل وکړ . د مخدره موادو زیات شمېر قاچاقبران هم پر دغه غرنۍ لار سفرونه کوي، پر هغوی پولیس ټکان کوي او هلته په بیا – بیا توګه سره ټک و ټوک یي، یـــــــــــو بــــــــــد حـــــــــــال يي .
د یوه کلیومتر مزل کولو وروسته دستي پولیسو ونیولو، یو ګاراج ته یې بوتلو او زموږ ټول سامان یې راڅخه واخیستئ . همدارانګه یې وهم ډبــــــــــولو، ترڅو موږ د قاچاقبر په اړه معلومات ورکړو .
قاچاقبر باید پولیسو ته زر ډالـــــــره ورکړي وائ، ترڅو هغوی ټوله ګروپ خوشي کړئ وائ . موږ د قاچاقبر سره خبري وکړې، چي ژر پیسې ورکه، ځکه موږ نهه تنه وو او که پولیسو موږ بنديخانې ته بېولي وائ، نو به قاچاقبر پر نفر ۷۵۰ ډالره بایللي وائ .
هغه وو، چي قاچاقبر د درېیم نفر د لاري پولیسو ته پيسې ورکړې .
– کله چي پولیسو ګاراج زموږ د خوشي کېدو په نیت راخلاص کئ، راته ویل یې :” تاسي مازي یو څو ثانیې وخت لرئ، چي ددې ځایه په ځغستا وتښتئ .
خو ګورئ! پام کوئ، چي په هغه بله خوا کي نـــور پولیس ولاړ دي، داسي نه یې، چي ټکان درباندي وکړي، تاسي یې خبر . “
بس ! په دې حال کي که خدای د چا مرګ نه و راوستلئ، نو تېر به سي، کنې خو نو خدای خبر چي ددې ځایه به تیریږي .
 موږ، نهه نفره، تر یو غټ سړک په منډه واوښتو او نژدې ډیري وني ولاړي وې، په هغه ځای ننوتو. چي د رښتیا سي، نو ډېر مشکل کار و، ځکه موږ د لوږي او تندي څخه دومره ضعیفه سوي وو،چي نور مو هيڅ په وسه نه وه پوره او هیڅ مو نه سوائ کولائ .

زه بیرته په زابل کي یوه پټ کور ته ولاړم او هلته مي د وحید قاچاقبر سره وپېژندل . وحید عیني داسي کس دئ، لکه د مافیا فلمونو لوبغاړی . نوموړي د مخ پر ښې خوا د وريځي څخه تر زني پوری یو ټــــــپ درلودئ .
وحید ژمنه راسره وکړه، چي پر یوه بله لار به موږ زاهدان ته بیایي .
هغه خورا مسلکي معلومېدئ; په خپل مرسډیز موټر کي یې یو سویچ نسب کړئ و، چي ددې سویچ په وهلو سره به یې د ټوله موټر بتۍ او څراغونه مړه سول، ان د بیرق بتۍ به هم مړې سوې . نیمه شپه وه، موټر په ۱۵۰ سرعت کي په یو خورا وړوکي سړک کي زاهدان ته روان و .

یو ځلي د پولیسو موټر راپسې سو، وحید ټول څراغونه او بتۍ ولګولې، ترڅو پولیس موږ تر یووخته تعقیب کړي، خو دقیقه وروسته یې بیرته ټوله بتۍ مړې کړې . په  دې سره پولیس دومره وبېرېدل، چي دستي یې خپل په وس بیرقان ونیول، موټر یې سرچپه راواوښتئ او موږ ځيني وتښتېدو  .
وحید په دې حال کي خورا خندل او ما والله داسي فکر کوئ، لکه هغه زه چي د هالیووډ فلمي لوبغاړی یم .

دوه ساعته وروسته د غرونو لړۍ ته ورسېدو، وحید راته وویل چي تر دغه غـــــر واوړئ او بیا درې کیلومتره مزل ووهئ، که مو هرڅوک ولیدئ، ځان ترې ګوښه کوئ، چي ومو نه ویني .
هغه مهال یو چا ته ځان په لاس ورکئ، چي ستاسو کوډي نوم (( نارنج)) در  نــــــــــاري کړي . وحید بیا د غرونو په هاخوا کي زموږ سره یوځای کېدئ .
یوه مابینځي قاچاقبر زموږ د افغاني ګروپ سره د غرو په اوښتلو کي مرسته کول . نوموړي ویل چي که ټکان وسول او موږ غوښتل ژوندي پاته سو، نو بس په ده پسي به ورځغلو، نور د چا په کیسه کي مه کېږئ،صرف په ده پسي باید وروځغلو، خلاص .
هغه نور چي پاته سول، هغوی مري، والله دستي مــــــــــــړه سي .

موږ تر دریو ساعتو زیات وخت په غرونو کي روان و او د یوې تنګي درې سره هم مخ سو، جسدونه مي ولیدل، چي پر لاري به پراته وه او خورا بـــــــــد د مړو بوی و .
زموږ د ګروپ زیاتره کسان بې اندازې ډیر ستړي – ستومانه وه، خو که څوک درېدلئ وائ، نو هغه مابینځي قاچاقبر دستي لغتي ورکولې، چي پورته سه، ولاړه!

لکه څنګه چي وحید ژمنه راسره کړې وه، هماغسي مو د غرونو هاخوا ته ولیدئ او بیرته سره یو ځای سو . نوموړي د دوهم ځل لپاره انتیکه – انتیکه چمونه په لاره کي وکړل . همداډول د هغه په دې خورا ساعت تېر و، چي پولیس وځوروي . نوموړي به ویل چي د پولیسو څخه یې کرکه هم کیږي .
یو ځلي موږ د پولیسو د پوستې څخه کابو سل متره لیري وو، چي وحید قصداً موټر ودروئ، پولیسو ته یې هارنګان ووهل او بتۍ یې پر ولګولې . پولیسو دستي ټکان وکړل . وحید خپل موټر د موټر پر مرکزي ټکي وڅرخوئ، راوڅرخوئ، ترڅو په موږ کي مرمۍ و نه نښلي او ورپسې په چابکي سره وتښتېدو، ولاړو .

زاهدان ته چي راورسېدو،زما پوره درې ورځي کېدې، چي د سرحد څخه را اوښتئ وم، دغه درې ورځي دومره راباندي اوږدې سوي وې، لکه سل کاله .
ورپسې مو د یوه نوي قاچاقبر سره یوځای دترکیې پر لوري مزلونه شروع کړل او د ترکیې در سرحده پوري موږ سل کیلومتره مزل وکئ; په دې لاره کي مو یوڅه مزل پر موټرسایکلانو هم وکئ .
د کېرمان پر لاري کیسه خرابه سوه . هلته زما پر موټرسایکل پولیس راچاپېره سول او زه یې بـــــــیا ونیولم . زه بیخي ډېر بېرېدم، ځکه اورېدلي مي وه، چي که د ایراني پولیسو لخوا غیرقانوني مهاجر ونیول سي، نو هغوی دستي د خـــرو په شاني کار په کوي .

خو خدایه، شکر دئ!
پولیسو مازي غوښتل د قاچاقبرو په اړه معلومات ترلاسه کړي . ما ورته وویل چي زه په کېرمان کي خپلي ناروغي مـــــــــــور ته ورځم .
– پولیس راته وویل : ” موږ ښه در پوهیږو، چي په کېرمان کي دي مور نسته ، ناحقي درواغ وایې، خو دا چي مخدره مواد نه دي درسره، نو ځه ولاړ سه! “
موږ یې ایله کړو، خو کومي پیسې چي راسره وې، هغه یې ټوله راڅخه واخیستلې .
قاچاقبر ساعتونه – ساعتونه وروسته ویو چټل ځای ته بوتلو، چي …
– دا اول ځــــــــل و، چي زما قاچاقبرانو ته درد راغلئ او ورته په قهر سوم . د یوبل چا څخه مي موبایل واخیستئ، د قاچاقبرانو مشر ته مي زنګ تېر کئ او ورته ومي ویل :” تا ویل ته به موږ په په درو ورځو کي تر تهران پوري ورسوې . زما نن شپږمه ده، چي روان یم – روان یم او اوس یې بیا په خیرن، چټل شي کي کښېنولي یو، چي اندازه یې نه کیږي . “
– هغه په جواب کي راته وویل : ” د اوس څخه وروسته چي د کوم مابینځي قاچاقبر سره مخ سوې، نو غالمغال پر جوړ که، لیونی یې که، چي ته غواړې چابک در تهران پوري ورسېږې، نو که وو، کار به دي وسي . “
والله! لکه څنګه یې راته ویلي وه، هماغسي وه .
په دا سبا په تهران کي و .
د خپل خطرناکه سفر لومړنی برخه او مزل مي دستړیاوو او … سره تېر کئ او ژوندی ترې راووتم .

ورپسې مي خپلي کورنۍ ته  زنګ تېر کئ، هغوی وختي لا په ویزه سره تهران ته تللي وه، هلته رسېدلي وه، ماته انتظار وه، چي زه ور ورسېږم، نو به مخ پر اروپا ور روانیږو .

ددې څخه وروسته مو د یوه نوي قاچاقبر سره خبره وکړه،چي موږ، ۲۲ د کورنۍ غړي، به هریو په ۳۵۰۰ یورو تر یــــــــــــــــونــــــــــــــان پوري رسوي . پیسې مو اروپا ته د داخلېدو وروسته ورکولې . ټول د کورنۍ غړي یوځای تللي وه، یو څه خطرناکه و، خو نو خېر موږ سفر نه پرېښودئ او روان و .

د سفر دغه دوهمه برخه هم خورا هیبتناکه او له ویري ډکه وه . د نورو شیانو سره ترڅنګ په دې هم خطرناکه وه، چي موږ څلور کورنۍ د ښځو او ماشومانو سره یو ځای هلته روان وو .
د ترکیې سرحد ته څېرمه د اومریا اېرانیان افغانان د تښتونکو په نامه سره پېژني  . دا اېرانیان انجوني د ځان سره بیايي او هلکوان په دې بیایي، چي پیسې ځیني واخلي .

زه تاسو ته د ټوله سفر کیسه ټکي په ټکي بیانولائ سم، خو اخیر خبره دې ته راځي، چي د حیوانانو په شان یې په لارۍ موټرانو کي ترکیې ته بوتلو . په موټر کي دومره تنګ د نورو وحشي افغانانو سره ناست و، چي زیاتره خلګ اخیر ضعف سول .
بس!
عیني داسي ایسېدو، لکه هغه حیوانان چي د قربانی يـــا حلالولو کــــور ته بیايي .

ترکیې ته نژدې وو، د مزل په وروستی برخه کي باید پر یوه خورا خوپ او سوړ غـــــــر اوښتي وائ . ذکر سوئ غر دومره جګ و، چي پر سر یې څوک د اکسېجن د کمښت سره مخ کېدل . زموږ سره نورو خلګو هم سفر کوئ، ټوله په دې نه دي بریالي سوي، چي تر ترکیې پوري ورسیږي، خو شکر دئ زما کورنۍ تر تـــــــــرکیې پوري ځان ورسوئ . 
اونۍ – اونۍ په ترکیه کي د یوه پټ کور څخه تلو، په بل پټ کور ننوتلو او د بل څخه تللو په بل ننوتلو … پولیسو تعقیبولو، خورا تحقیقات یې پیل کړي وه او را پسې وه، چي ومو نیسي .
خو اخیر یو چا شیطانت کړئ و او پولیسو ته یې په لاس ورکړو . په مېرسین کي مي ټوله کورنۍ زما سره د پولیسو لخوا ګرفتار سول .

د افغانستان په سفارت کي مي هلته ډېر نور مهاجر ولیدل، چي پر یو غر زموږ سره یوځای را اوښتي وه . هغوی خورا غمجني او دردناکه کیسې کولې .
یوه بله کورنۍ بیا په کښتۍ کي کښېنستلې لا وه، د یونان پر لوري روان وه، خو د سرحدي پولیسو لخوا وویشتل سول او دوه وړوکي ماشومان یې ور مړه کړل .
د افغانستان د سفارت کار کوونکو ویل چي په یخچالونو کي دډيرو هغو افغانانو جسدونه ورسره سته، چي په غیر قانوني ډول دې هیواد ته راغلي دي، خو دوی به دا هم ویل چي نه یې پېژني او پېژندنه  یې نه سي معلومولائ  .

زما دغه د تښتي خطرناکه سفر مجموعاً څلور میاشتي په بر کي ونیولې .
د ۲۰۰۹زېږدیز کال راهیسي په هرات کي اوسېږم او په امن کي نه یم . په بیا – بیا توګه سره اخطاري زنګونه خلګ راوهي او راته وايي  : پام کوه چي بیا موسیقي پیل نه کړې او په ټلویزیون کي خبریال – مبریال نه سې .
د اوس څخه د پاته ژوند کولو لپاره نور نا امیده یم، د ارمانونو په پوره کولو کي  ناکام سوم . زه به  د اوس څخه نور هيڅ وخت کنسرټونه جوړ نه کړم او د ځان سي ډي ګاني به بازار ته را ونه باسم .

اوسمهال د انګلیسي ژبي په زده کړه بوخت یم او ددې امید لرم چي یو وخت د زده کړو یو بیورس ترلاسه کړم او په قانوني توګه غرب ته د زده کړي لپاره ولاړ سم، خو چي رښتیا درته ووایم، نو یې خوند نسته، خدای خبر چي داسي به وسي .
د زده کړو د بیورس هغې مي زړه ته نه لــــــویږي، مـــــــــاته به څوک اجــــــــــــــازه راکوي، چــــــــــي زه دي هلته سفر وکړم؟

تر هغه وخت مي خدای خبر اروپا ته نصیب وسي، چي دوی یو انځور وویني او په دې انځور کي زما پر سر یو چا توپنچه رانیولې وي، وژني مي . 

د ارمانه ډکه، ترخه، دردونکې، نه زغمونکې، خواشینې او خوږونکې نتیجه مي د خبرو څخه داده، چي زه به په خپل ټول ژوند کي د ارمانونه په رښتیا کولو کي بریالی نه سم . دا یوه لیونی نظریه ده، چي زما غوندي د یوه ۲۶ – کلن ځوان سره پاته ده .
زه اوس نور سودايي سوئ یم او ټـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــولي دروازې راباندي تړل سوي دي .