کور / تازه خبرونه / کندهار : يو تن ماين ښخوونکى ونيول سو

کندهار : يو تن ماين ښخوونکى ونيول سو

کندهار ولايت مقام د مطبوعاتي دفتر څخه لراوبر ته په رالېږل سوې خبرپاڼه کي راغلي چي يوتن ماين ښخوونکى يې تېره شپه نيولى . په خبرپاڼه کي راغلي چي نوموړى کس يې د نهمي امنيتي حوزې اړوند د فاميلۍ په سيمه کي په داسي حال کي نيولى چي د ماين په ښخولو بوخت ؤ . په خبرپاڼه کي همدا ډول راغلي چي د نوموړي سره يو تن بل کس هم په دې کار کي ونډه لرله خو دسيمي څخه تللى او په اړه يې پلټني رواني دي .
د يادوني وړ ده چي په دې اړه تراوسه پوري طالبانو څه نه دي ويلي .