کور / راپور / د کرهڼي پوهنځى به دکاليفورنيا د فريزنو پوهنتون سره وصل سي

د کرهڼي پوهنځى به دکاليفورنيا د فريزنو پوهنتون سره وصل سي

دکندهار پوهنتون د کرهڼي پوهنځى به د امريکا د کاليفورنيا ايالت د فريزنو پوهنتون د کرهڼي پوهنځي سره وصل سي
دغه خبره نن تر غرمې وړاندي د کندهار په ولايتي بيا رغوني ټيم يا PRT کي په هغه لومړنۍ علمي ناسته کي وسوه چي پکښي کندهار والي پوهنوال ډاکټر توريالى ويسا، د کندهار پوهنتون رئېس ډاکټر حضرت مير توتاخيل، د کندهار پوهنتون علمي مرستيال انجينر تواب، د کندهار ولايتي بيارغوني ټيم مرستيال ( بيل هارس ) او د ټيلي کمونيکېشن ويډيو کنفرانس له لاري د امريکا د متحدو ايالاتو د کاليفورينا ايالت د فريزنو پوهنتون رئېس ډېن بوير او د همدې پوهنتون غړي بيل آيريسن ګډون کړى وو.
کندهار والي پوهنوال ډاکټر توريالى ويسا لومړى د فريزنو پوهنتون له رئېس څخه مننه وکړه چي غواړي د کندهار پوهنتون د کرهڼي پوهنځى د فريزنو پوهنتون د کرهڼي له پوهنځى سره وصل او په دې توګه کندهاري محصلين د امريکايې محصلينو سره خپلي تجربې شريکي کړي.
والي وويل(( کندهار پوهنتون پوره شل کاله وړاندي يوازي د کرهڼي پوهنځى او ١٢ تنو محصلينو په درلودلو سره په فعاليت پيل وکړ چي ددې شلو کلونو په موده کي يې د پام وړ پر مختګونه کړي، د مثال په توګه پوهنځى يې له يوې څخه شپږو او محصلين يې له ١٢ تنو څخه ۲٣٠٠ تنو ته زيات سوي دي، ولي بيا هم په دې پوهنتون کي لازياتو هڅو ته اړتيا سته زموږ محصلين اړتيا لري څو د پرمختللو لابراتوارونو او وسايلو څخه په ګټي اخستني سره په خپله اړوند رشته کي لا زيات پر مختګ وکړي چي دغه څه د کندهار پوهنتون کي نسته او اړينه ده څو کندهار پوهنتون له يوه نړيوال پوهنتون سره وصل کړو او محصلين له هماغه پوهنتون څخه په ګټه اخستني په خپلو زدکړو کي پر مختګ وکړي))
والي د فريزنو پوهنتون رئېس ته په خپلو کي وويل چي افغانستان او امريکا د پوهنيزي کچي د لوړيدا او د دوه اړخيزه تجربو په شريکولو کي سابقه لري (( وړاندي هم په افغانستان کي د شاهي واکمنى پر مهال د کابل پوهنتون د امريکا د نبراسکا او سيدامي پوهنتونو سره تړلى وو، چي له همدي خاطره اوس غواړو کندهار پوهنتون هم د يوه امريکايې پوهنتون سره وتړو ځکه پوهنتون يوازي بايد په نامه پوهنتون نه وي هلته بايد هر ډول تحقيقاتي او لابراتواري سامان آلات موجود وي څو ور څخه يو محصل ګټه پورته کړي او په خپله اړونده څانګه کي بشپړ معلومات تر لاسه کړي))
په دې ناسته کي د کندهار ولايت بيا رغوني ټيم يا PRT مرستيال بيل هارس وويل(( موږ به له خپلو اړوندو مرجو سره خبري وکړو څو ددې دوو پوهنځيو د وصل کولو لپاره لازمي او اړينه بوديجه ولټوو او بيا يې د کندهار ولايت مقام او پوهنتون په واک کي ورکړو))
همدا راز د ټيلي کمونيکيشن ويډيو کنفرانس له لاري د امريکا د کاليفورنيا ايالت د د فريزنو پوهنتون رئېس ډېن بوير هم د خپل طرفه د هر اړخيزي مرستي ژمنه کړه او زياته يې کړه(( په لومړي سر کي به د کندهار پوهنتون د کرهڼي پوهنځى د فريزنو پوهنتون د کرهڼي پوهنځى سره او وروسته به د انجينرى پوهنځى د موشيګن پوهنتون سره وصل سي))
کندهار پوهنتون پوره شل کاله وړاندي د کندهارد اوسني والي پوهنوال ډاکټر توريالي ويسا له خوا تاسيس سوو چي دامهال پکښي په شپږو پوهنځيو کي د ٥١ نجونو په ګډون ۲٣٠٠ محصلينو ته د ١٢١ تنو استادانو له خوا چي پکښي څلور يې ښځينه دي تدريس ورکول کيږي.
د يادوني وړده چي د افغانسان په سلو كي شپيته فيصده عايدات د كرهني او مالدارى خخه په لاس راځي او د كندهار د كرهڼي او مالدارى شپيته فيصده عايد بيا د كندهاري انارو څخه په لاس راځي چي په نړيواله سطحه شهرت لري او د امريكا د فريزنو د كرهڼي د پوهنځي سره د كندهار پوهنتون د كرهڼي د پوهنځي په وصليدو سره به د كندهاري انارو په كيفيت كي لا هم ښه والى را منځ ته سي