کور / سپورټي / د افغانستان کرکيټ بورډ دکينيا سره د سياليو دپاره لوبډله اعلان کړه

د افغانستان کرکيټ بورډ دکينيا سره د سياليو دپاره لوبډله اعلان کړه

نن د افغانستان کرکيټ بورډ د کينيا سره د انټر کانټينټل د سياليو دپاره د ملي لوبډلي ۱۴ اساسي او ۴ احتياطي لوبغاړي اعلان کړل، د افغانستان ملي لوبډله به د دې سياليو دپاره د تمرينونو کمپ د متحده عربي اماراتو د شارجې په ولايت کي ترسره کوي.
د لوبډلي اساسي او مرستوندويه لوبغاړي به د سپمتمبر د ۱۸ نېټې څخه تر ۲۶ نېټې پوري په خپل کورني لوبغالي شارجه کي خپل تمرينونه کوي، ملي لوبډله به د سپتمبر په ۲۷ نېټه د کينيا د هيواد پلازمېنې ته له متحده عربي اماراتو سفر کوي.
ملي لوبډله په کينيا کي لومړي د انټرکانټينټل د سياليو خپله شپږمه څلور وررځينۍ سيالي د کينيا د هيواد د ملي لوبډلي سره د اکتوبر د ۲ نېټې څخه تر ۵ نيټې پوري کوي.
د افغانستان ملي لوبډله به په کينيا کي د همدې هيواد سره درې يو ورځنۍ نوري لوبي کوي چي هغه به د اکتوبر په ۷، ۹ او ۱۱ نېټه تر سره کيږي.\

د کينيا هيواد سره د لوبو دپاره د افغان کرکيټ ملي لوبډلي د لوبغاړو ليست
Mangal Nawrooz 1
Esa khil Mohmad Nabi 2
Ashraf Mirwais 3
Sadiq Karim 4
Muhmadi Mohmad Shihzad 5
Hassan Hamid 6
Shinwari Samiullah 7
Zadran Noor Ali 8
Stanikzai Asghar 9
Zadran Shahpoor 10
Malakzai Noor ulhaq 11
Noori Khaliq dad 12
Mazari Abdullah 13
Ahmadi Mohmad Javed 14

Reserve Players
Sur Name Name S.No
Khan Izatullah 16
Alim Aftab 17
Shihdi Hashmat 18
Zazai Afsar 19

په دې سفر کي به د ملي لوبډلي سره تخنيکي مسؤلين هم وي چي په لاندي ډول دي:
د ملي لوبډلي مدير: نظيم جار عبدالرحيمزي
د ملي لوبډلي روزونکي: راشد لطيف
د ملي لوبډلي فيزيو: عظيم ملک
د ملي لوبډلي ويډيو څيړونکي: داود بابر
د ملي لوبډلي د لوبغاړو د غوراوۍ د کميټې مشر غوره کوونکو حاجي احمدشاه احمدي.
ښاغلي احمدي او مرستندويه لوبغاړي به د اساسي لوبغاړو سره تر متحده عربي اماراتو مله وي او د تمريني کمپ څخه وروسته به خپل هيواد ته راستنيږي.
د انټرکانټينټل په سياليو کي د شويو لوبو د پوانټونه شمير پاڼه

نورو معلوماتو دپاره په دې شمېره له موږ سره اړيکي ټينګي کړئ : ۰۰۹۳۷۸۹۰۶۷۷۲۹

د افغانستان د کرکيټ بورډ د رسنيو څانګه
acb.media@afghancricket.af
afg.cricket.media@gmail.com