کور / تازه خبرونه / كندهار :د جنوبي باى پاس په اړه غونډه جوړه سوه

كندهار :د جنوبي باى پاس په اړه غونډه جوړه سوه

نن تر غرمې مخکي د کندهار ولايت مقام د غونډو په تالار کي د جنوبي باى پاس چي د ډنډ ولسوالي د سپين بولدک سره وصلوي په اړه لومړۍ غونډه وسوه . په دې غونډه کي د کندهار والي ، د ولايت مقام مرستيال ، د ډنډ ولسوالۍ ولسوال او د سهيلي زون قوماندانۍ انجنېرانو ګډون کړى وو .
کندهار والي ډاکټر توريالي ويسا په دې کار خوښي وښوده او زياته يې کړه چي هغه مځکي چي د دې باى پاس د جوړولو په وخت کي له منځه ځي بايد مالکان يې په ډېره خوښي سره حکومت ته وسپاري .
د دې باى باس په جوړولو سره به په ښاري ګڼي ګوڼي کي د پام وړ لږوالى راسي او هم به د دې سړک په وسيله شاوخوا مځکي ډېره بيه پيدا کړي .