کور / تازه خبرونه / یو امریکایی ، یو کاناډایی او یو فرانسوﺉ ووژل سول

یو امریکایی ، یو کاناډایی او یو فرانسوﺉ ووژل سول

فرانس پریس آژانس لیکی چی طالبانو نن په جنوب کی یو امریکایی عسکر وویشت ( البته مخکی هم څلور نور امریکایان ماین الوزولي وو ) . د کاناډا د دفاع وزارت وویل چی هغه عسکر چی یوه هفته مخکی د کندهار په پنجوایی کی د ماین په چاودنه کی ټيي سوی و ، نن مړ سو . د پاکستان نېشن اخبار ولیکل چی نن یو فرانسوﺉ پوځی هغه مهال مړ سو چی زرهپوش یې په ژوره کنده کی ولوېد .
په دغو پیښو سره د فرانسوي پوځیانو تلفات ۴۸ ته او د کاناډایی پوڅ تلفات هم ۱۵۲ ته ورسېدل .