ناټو خبر ورکړ چی نن په کابل ښار کی د ستری محکمې د مامورینو پر مینی بس موټر یو وسلوال نفر ضربې وکړې چی له امله یې درې کارمندان مړه او څو نور زخمیان کړل . تر اوسه معلومه نه ده چی دا حمله چا وکړه او ولی ، او آیا حمله کونکی نیول سوی که تښتېدلی دی .
د یو بل خبر له مخی چی رویټر ورکړ ، ویل کیږی چی نن په بدخشان ولایت کی د آکسفام پر برتانوۍ مؤسسه باندی وسلواله حمله وسوه چی له امله یې دوه افغاني کارمندان او یو بل داوطالبانه کارمند ووژل سول او دا معلومه نه ده چی حمله کونکی څوک وو . خبر زیاتوی چی آکسفام هلته خپل کارونه بند کړل خو دا معلومه نه ده چی کله به یې بیرته پیل کړی .