کور / تازه خبرونه / په امريکا کي د افغانستان سفير له دندي ګوښه کېږي

په امريکا کي د افغانستان سفير له دندي ګوښه کېږي

په امريکا کي د افغانستان د سفير سيد طيب جواد د ګوښه کېدو خبر ورکړل سوئ دئ.
د لراوبر ادارې ته د افغان سفارت له خوا په لېږل سوې خبر پاڼه کي راغلي چي د ښاغلي جواد دنده د رواني عيسوي مياشتي پر ٢٢ – مه نېټه باندي پاى ته رسېږي.
په خبر پاڼه کي له دندي څخه د نوموړي د ګوښه کېدو علت د هغه د دندي د مودې پوره کېدل په ګوته سوي دي، خو څارونکي وايي اصلي علت يې د هغو عکسونو له خپرېدو وروسته د نوموړي رسوايي ده، چي د افغانستان په سفارت کي د موسيقۍ د يوه جوړ سوي پروګرام پر مهال له خپلي مېرمني سره د نڅا په حال کي ښودل کېدئ.
د دې عکسونو تر خپرېدو وروسته د افغانستان ولسي جرګې د سيدطيب جواد د ليري کېدو غوښتنه وکړه.