کور / تازه خبرونه / خوست : د طالبانو د يوه قوماندان د نيولو خبر ورکړل سو

خوست : د طالبانو د يوه قوماندان د نيولو خبر ورکړل سو

لراوبر ته د آى جې سي عامه پوهاوي د دفتر له لوري په رالېږل سوې خبرپاڼه کي راغلي چي د حقاني شبکې يو قوماندان يې د يو لړ عملياتو په ترڅ کي نيولى . په خبرپاڼه کي راغلي چي دغه قوماندان چي د دې شبکې جنګياليو ته يې اسلحې ، پيسې اونور څه برابرول د افغان اوبهرنيو ځواکونو په ګډو عملياتو کي چي په خوست ولايت کي ترسره سول نيولى .
د يادوني وړ ده چي په دې اړه تر اوسه پوري طالبانو څه نه دي ويلي