کور / تازه خبرونه / په افغانستان کی امریکایی تلفات خپل اوج ته ورسېدل

په افغانستان کی امریکایی تلفات خپل اوج ته ورسېدل

فرانس پریس آژانس په خپل تازه راپور کی لیکی چی د روان کال په اتو میاشتو کی د امریکایی پوځیانو تلفات د افغانستان د نهه کلن اشغال او جنګ تر ټولو لوړ ټاپی ته ورسېدل . د راپور له مخی په دغو اتو میاشتو کی طالبانو ۳۲۳ امریکایی پوځیان وژلي دي حال دا چی د تیر کال په ټوله موده کی یې ۳۱۷ امریکایان وژلي وو . راپور زیاتوی چی د روان کال په اتو میاشتو کی ۴۹۰ بهرني پوځیان وژل سوي حال دا چی د تیر کال په ۱۲ میاشتو کی ۵۲۱ بهرني پوځیان وژل سوي وو چی فقط ۳۱ کسان یې کم دي خو څلور میاشتی لا نوری هم ورته ګوری .