کور / سپورټي / ځوان افغان لوبډلي پاکستان کرکيټ کلب ته ماته ورکړه

ځوان افغان لوبډلي پاکستان کرکيټ کلب ته ماته ورکړه

د ځوان افغان ملي لوبډلې د پاکستان کلب لوبډلې په ۸ ویکټو او ۵ اورونو ماتې ورکړه.
نن د زرګونو افغانانو او تلويزيوني کيمرو په مخ کې د افغانستان د ځوانانو د کرکټ ټولنې لوبدلې د کراچۍ يو پياوړي لوبډلې (پاکستان کرکټ کلب) ته په ۸ ويکټو او ۵ اورونو ماته ورکړه او د پاکستان په رمضان سيالۍ کې نيمه پايلوبې ته بريالۍ شوه.

پچه د پاکستان کرکټ کلب وګټله او پخپله یې توپ وهنه غوره کړه. د افغان لوبډلې روزونکی اسدالله وايي چې پروګرام یې دا و چې که پچه وګټي نو پخپله به توپ وهنه پيلوي خو پچه مقابل لورې وګټله او د ده لوبډلې ته یې د توپ اچونې بلنه ورکړه.

افغان لوبډله په توپ اچونه کې خورا وځلېده. سره د دې چې په لومړي دوه اورونو کې پاکستان کرکټ کلب تېزه لوبه پيل وکړه او د خالقداد نوري په لومړي اور کې چې پاورپلی وه مخالفي لوبډلې ۱۵ منډې واخيستې خو وروسته ورته افغانانو منډې اخيستل خورا سخت کړل او ويکټې یې ورته زر زر وغورزولې.

نن د افغانانو توپ راغونډونه (فيلډ) هم خورا ښه و چې په پايله کې یې درې ويکټې په منډوه وسوځولې.

افغان لوبډلې وکړای شول چې د پاکستان کرکټ کلب لوبډله په ۹۲ منډو وسوځوي. درې ښکلې په منډه سوځولو برسېره نن حميد حسن ۳ ويکټې، عبدالله مزاري ۲ او محمد نبي او سميع الله يوه يوه ويکټ واخيسته او افغان توپ وهونکو ته یې د ۹۳ منډو اسانه هدف ډالۍ کړ

افغان لوبډلې د توپ وهنې په پيل کې لوی بدلون دا راووست چې پيل يې په شهزاد محمدي او عبدالله مزاري وکړ. افغان روزونکی اسدالله وايي چې په مزاري یې ځکه پيل وکړ چې د تېزې لوبې پلان یې درلود. د نوموړي پلان پر ځای و ځکه چې مزاري او شهزاد تېزه لوبه وکړه او په شريکه یې افغانستان ته په لومړي دوه اورونو کې ۳۳ منډې جوړې کړې. توپ وهنه مزاري په يوه څلوريزه پرانيسته. شهزاد په ۱۵ توپونو ۱۹ منډې او مزاري په ۸ توپونو ۱۶ منډې واخيستې. دواړو دوه دوه څلوريزې او يوه يوه شپږيزه ووهله.

خو په لوبه کې ستر اغېز د محمد نبي ۳۲ او د اصغر ستانکزي ۲۶ منډو وکړ چې د دواړو دوه دوه شپږيزې هم په کې شاملې وې او دواړه ترپايه ونه سوځېدل. د افغانستان توپ وهنه د اصغر ستانکزي په شپږيزه پاي ته ورسېده چې ۹۴ منډو ته ورسېدې. د لوبې په پای کې افغانستان ۸ ويکټې او ۵ اورونه په لاس کې لرل

روزونکی اسدالله وايي چې لوبډله یې اوس نيمه پايلوبې ته ورسېده او دوه ورځې لري چې لوبغاړي ورته چمتو کړي. نوموړی وايي چې د نيمه پايلوبې لپاره هم پلان لري چې د ښه پلي کولو په پايله کې بري ته هيله مند دی..

د يادونې ده چې په ننۍ لوبه کې له پنځه زره زيات افغان سيل کونکي په لوبغالي او په زرګونو نور په ديوالونو، د بامونو په سرونو، او له لوبغالي بېرون ناست وو.

د لوبډلې روزونکی اسدالله (چې د زرګونو افغانانو په ملاتړ خوښ ښکارېده) وايي چې په راتلونکې لوبه کې به ملاتړ کونکو ته اعلان وکړي او هيله به ترې وکړي چې بيا لوبغالي ته د ښکته کېدو پرځای له خپلو ځايونو خوښي وکړي او خپله لوبډله تشويق کړي.

نن په کراچۍ کې افغانان د لوبې سيل ته د ځانګړو شعارونو سره راغلي وو. په يو شعار یې ليکلي وو چې ((د پاکستان او افغانستان دوستي کرکټ لا پياوړې کړه)). په بل یې ليکلي وو چې ((د پاکستان او افغانستان دوستي زنده باد)). افغان سيل کونکي (چې کابو په لوبغالي کې ۹۵٪ کې همدوی وو) د ډاکتر ام شاه دې سيالۍ ته يو ځانګړی خوند او رنګ وربښلی دی چې په راتلونکې کې به په پاکستان کې د سياليو جوړونکي وهڅوي چې افغان لوبډلې دا ډول لوبو ته وبلي.

په دې لوبو کې يو مثبت ټکی دا هم دی چې د افغان لوبډلې ملاتړ د پاکستاني ملاتړ کونکو او شنونکو حساسيت نه دی راپارولی بلکې پاکستانيانو یې په پراخه سينه هرکلی کړی دی چې د جيو تلويزيون د ويناوالو په ويناو کې یې څرک له ورايه ښکاري او په ډېر مثبت انداز کې پرې شننې کوي.

افغان لوبډله به په نيمه پايلوبه کې د پاک کورانګي او يا کورانګي الفتح لوبډلو سره مخامخ کېږي. کورانګي الفتح لوبډلې له افغانستان څخه په لومړي پړاو کې لومړۍ لوبه ګټلې وه.